د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خان: عدم تشدد تر ټولو زوروره وسله ده


د عدم تشدد فلسفې سالار مهاتما ګاندي او د خدایي خدمتګار تحریک مشر باچا خان
د عدم تشدد فلسفې سالار مهاتما ګاندي او د خدایي خدمتګار تحریک مشر باچا خان

نن د اکتوبر دوهمه نېټه چې د ۲۰۰۷ ز کال د جون پر ۱۵مه ملګرو ملتونو د هند د ازادۍ تحریک مشر او د عدم تشدد د تګلارې سالار مهاتما ګاندي د زوکړې ورځې ته په کتو د عدم تشدد (نه تاوترخوالي) نړیواله ورځ ونوموله.

د پښتنو په سیمو کې د عدم تشدد فلسفې بنیاد خان عبدالغفار خان (باچا خان) اېښودی وو او دا شان یې د خپلې عدم تشدد د مبارزې له لارې پښتانه د نه تاوتریخوالي سره اشنا کړل. د پښتنو په سیمو کې که څه هم عدم تشدد یو لوی تحریک، مبارزه او تاریخ لري خو لا هم دغه ټولنه د تشدد، ناامنۍ او خپلمنځي دښمنیو سره مخ ده.

د څېړونکیو په خبره د عدم تشدد فلسفه د ژوند هغه لار ده چې پکې یو تن داسې یو تلپاته نظام خپل ولس ته ورکولی شي چې د امن او مینې پېغام خور کړي.

پر خدایي خدمتګارو ،خان عبدالغفار خان او د هغه پر عدم تشدد څېړنې کونکی لیکوال او تاریخدان ډاکټر سید وقار علي شاه وایي په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد خبره کول او دغه عملي کول یو مشکله کار وو. د دوی په خبره د ټوپک پرځای قلم قبلول یو لوی جدو جهد غواړي او د پښتنو لپاره د دغه کار پیل خان عبدالغفار وکړ.

عدم تشدد څه ته وایي؟

د ډاکټر سید وقار علي شاه په خبره عدم تشدد یو داسې نظام او یوه داسې نظریه ده چې په دې کې هېڅ ماتې نشته او پکې ټوله ګټه ګټه ده.که پر یو زورور، تکړه او واک لرونکي تن څوک زور زیاتی وکړي او هغه د ځواب ورکولو پرځای صبر وکړي او له زغمه کار واخلي نو تاسو پوهه شئ چې دغه تن پر عدم تشدد باور لري.

د عدم تشدد د فلسفې پلویان وایي دا د تشدد او تاوترېخوالي پرضد یوه فلسفه او یو نظام دی. د دوی په خبره تشدد چې پر جبر وسله او د طاقت پر غلط استعمال ولاړ دی د دې برعکس عدم تشدد په عقل، منطق، دلیل او پوهه ولاړ دی. د هندوستان په نوي ډلي کې د مهاتما ګاندي او باچاخان د عدم تشدد او د خیر ښېګړې له فلسفې نه الهام اخېستونکی د خدایي خدمتګار هند د تنظیم یو مشر فېصل خان وایي برصغیر په دې خوش قسمته دی چې پر دغه خاوره د عدم تشدد د فلسفې دوه لوی شخصیتونه مهاتما ګاندي او باچا خان تېر شوي دي. د عدم تشدد په اړه نوموړی زیاتوي: "ګاندي جي به ویل د مینې بنیاد عدم تشدد دی، څنګه چې د نفرت بنیاد تشدد دی، یو تن هله تشدد کوي چې په زړه کې یې کرکه او نفرت پیدا شي. یو تن چې په مینه او امن یقین ساتي له هغه سره د عدم تشدد نه پرته بله لار نشته. هغه که مهاتما ګاندی وو، که خان عبدالغفار خان وو او یا کوم بل داسې تن چې پر انسانیت او امن یقین او له انسانانو سره مینه لري نو د هغه لار به د عدم تشدد لار وي."

د عدم تشدد د نړیوالې ورځې تاریخ

د اکتوبر دوهمه نېټه د عدم تشدد یا د نه تاوتریخوالې نړیواله ورځ ده. د ۲۰۰۷ ز کال د جون پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو په عمومۍ اسمبلۍ کې د اکتوبر دوهمه ځکه د عدم تشدد نړیواله ورځ وګرځول شوه چې پر دې نېټه د هند د ازادۍ د تحریک مشر او د عدم تشدد د فلسفې سالار موهنداس کرم چند ګاندي چې پر مهاتما ګاندي مشهور وو د زوکړې ورځ ده.

مهاتما ګاندي په هندوستان کې په شلمه پېړۍ کې د عامه پوهاوي له لارې د سولې، زغم، امن او عدم تشدد (نه تاوتریخوالي یا نغال) کلتور عامولو او خوندي کولو لپاره مبارزه کړې او هم د دغه مبارزې له لارې یې په ټوله نړۍ کې مشهورتیا تر لاسه کړې ده. د هند پشمول دا ورځ په زیات شمېر هېوادونو کې په رسمي او غير رسمي توګه لمانځل کېږي.

په پښتنو کې هم د مهاتما ګاندي په عصر کې خان عبدالغفار خان چې په فخر افغان یا باچا خان هم یادیږي د عدم تشدد د فلسفې خورولو لپاره اوږده مبارزه کړې ده. باچا خان د پښتنو پر خاوره د عدم تشدد د فلسفې سالار یادېږي. نوموړي په هغه وخت کې د انګریزانو د واک او د زور زیاتي خلاف سوله ییزه مبارزه پیل کړې وه او په زرګونو داسې پلویان یې لرل چې د عدم تشدد منونکي ول، او هم په دغه لار کې څو وارې بندي شوي دي.

د هند د خدايي خدمتګار تنظیم یو مشر فیصل خان وایي د ګاندي جي او باچا خان د نه تاوتريخوالي (عدم تشدد) پر فلسفه اوس هم په هند کې څېړنې روانې دي او ولس غواړي چې دغه فلسفه په خپل ژوند کې عملي کړي. د فیصل خان په خبره د هندوستان ولس په دې پوهه دی چې په ټوله نړۍ کې که چا د امن، مینې او پر نه تاوتریخوالي عملي کار کړی نو په هغو کې د مهاتما ګاندي او د خان عبدالغفار نومونه شامل دي.

د عدم تشدد پر بنیاد قایمه ټولنه څه ته وایي؟

فیصل خان وايي مهاتما ګاندي به ویل چې باچا خان د عدم تشدد عملي پېرو کار وو او پر دغه فلسفه یې له ده زیات عمل کړی دی: "ګاندي جي به ویل ما خپلو خلکو ته د عدم تشدد سبق داسې ونه ښودو څنګ چې باچا خان په زرګونو پښتنو ته ورکړ. ګاندي جي په ۱۹۴۸ کې ویلي وو دی داسې هندوستان جوړول نه غواړي چې پکې اقلیتونه یا ښځې ځانونه غېر محفوظه احساس کړي. په موجوده صورتحال کې زه د نړۍ ټول هېوادونه، هغه که امریکا وي، پاکستان ، افغانستان او یا یو بل؟ دا ویل غواړم چې که په ټولنه کې مذهبي اقلیتونه، ښځې یا کومه بله طبقه په وېره کې ژوند کوي نو دغه ټولنه نه شي پاتې کېدای، او نه دغه یوه فلاحي یا صحت منده ټولنه ده."

باچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جدو جهد کې د عدم تشدد په اړه لیکلي د تشدد وسله ټوپک او د عدم تشدد وسله تبلیغ دی، عدم تشدد په خلکو کې محبت، همت او جرات پېدا کوي او تشدد په خلکو کې نفرت، ویره او بزدلي پیدا کوي.

د عدم تشدد د فلسفې باوجود په پښتنه ټولنه کې ناامني ولې؟

د پښتنو په سیمه کې د عدم تشدد پر نظام او فلسفې خورولو او عملي کولو زیات کار شوی دی خو تر اوسه د پښتنو سیمې د ناامنۍ، جګړې، خپلمینځي دښمنیو، هدفي بریدونو او له تاوتریخوالي سره مخ دي او په ټولنه کې یې د زغم کمی لیدل کېږي دا چې ولې؟

لیکوال او شاعر غفور لېوال وایي په ټولنو کې یوشمېر قواعد داسې وي چې د عدم تشدد د مبارزینو هغه غوښتنې لوړو مقاماتو، سیاستوالو او یا د حکومتونو پام ځانته راوړولی شي خو له بده مرغه په هغو ټولنو کې چې هلته دغسې مدني قواعد او معاصر ارزښتونه تر پښو لاندې کیږي هلته بیا د عدم تشدد یا د نه تاوترخوالي پر بنیاد ولاړې مبارزې ډېر ځای نه نیسي، ځکه چې داسې ګوندونه یا تحریکونه او غورځنګونه چې هلې ځلې یې پر عدم تشدد وي ډېر زر له تشدد او تاو تریخوالي سره مخامخ شي او له بده مرغه له پښو غورځول کیږي.

عدم تشدد څنګه وده مومي؟

د پېښور پوهنتون د سوشیالوجي څانګې یو استاد ډاکټر ظفر خان چې د پښتنو په ټولنه کې یې پر تشدد او د دې پر وجوهاتو څېړنه کړې وایي په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد فلسفې پر مخ وړلو لپاره جمهوري ادارې او جمهوري قدرونه هغسې ونه کارول شول څنګه چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د داسې ورته تحریکونو پر مخ وړلو کې استعمال شول: "په دې لنډ او اوږد تاریخ کې موږ نه په افغانستان او نه په پاکستان کې د پښتنو لپاره داسې یو مضبوط ریاست ولید چې پر جمهوري قدرونه ولاړ وي او پر بشري حقونو باور لري. کومو ځایونو کې چې قبایلي نظام وي او قبایلي قدرونه مضبوط وي هلته سیاسي ګوندونه مخې ته نشي راتللی دا په افغانستان کې هم داسې ده او دېخوا په پاکستان کې هم د پښتنو په سیمو کې ورته حالات دي. د دواړو هېوادونو جمهوري نظام هم هایبرېډ دی یو مضبوط نظام نه دی نو ځکه هم د پښتنو په سیمو کې بدلون نه تر سترګو کیږي."

ډاکټر ظفر خان وایي ریاست د پښتنو په سیمو کې جمهوري قدرونه ودې ته پرېنښودل نو ځکه پښتانه له نړۍ سره سیال نشول.

پر پښتنو د عدم تشدد اغېز

باچا خان په خپل کتاب ''زما ژوند او جدو جهد'' کې دا هم لیکلي څنګ څنګ چې به پښتنو د ټوپک پرځای د امن لاره خپلوله هغسې به دوی ته دا مالومېده چې پښتانه له امن سره څومره خوښي لري. هغه وړاندې لیکي په دوی پسې ډېرې پروپېګنډې هم وشوې چې پښتانه بهادره دي او باچا خان یې بزدله کول غواړي خو دوی نه پوهېږي چې په اصل کې نه تاوتریخوالی او عدم تشدد طاقتوره وسله ده.

دا چې د باچا خان عدم تشدد فلسفې په هغه وخت کې د پښتنو په ټولنه کې څومره بدلون راوستی وو په اړه یې ډاکټر وقار علي شاه وایي پښتانه یې ډېر بدل کړي دي. د پښتنو د ټولنې عکس عدم تشدد ور بدل کړ د جینکو تعلیم د ښځو حقونه تربګنۍ ختمول په جرګه کښناستل او له یو بل نه بخښنه غوښتل دا ټول د عدم تشدد نښې نښانې دي"دومره بدلون راغلی دی چې باور وکړۍ په ۱۹۲۹ کې دا کار باچا خان پیل کړ او پښتنو ته یې وښودل چې عدم تشدد څه ته وایي. د دې مبارزې اته کم سل کاله پوره کېږي په دې څه کم سلو کالو کې چې کومو پښتنو د باچا خان عدم تشدد فلسفه په خپل ژوند کې عملي کړې هغوی ټوپک له لاس نه دی ور وړی. لکه له هغه وخت نه لومړی پرې د فرنګي زور زیاتی وو، بیا په دې تېرو ۴۳ کالونو کې چې زموږ په دې خطه کې دا کومه لوبه روانه کړل شوې ده تشدد کیږي هدفي وژنې دي طالبانایزېشن روان دی نورې وسلوالې ډلې لکه داعش دلته راغلې په دې کې یوازې ۷۵۰ کسان خو د عوامي نیشنل پارټۍ ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول، دا ټول د عدم تشدد منونکي ول. په دوی کې ځینې ډېر زورور هم ول او ورته مالومه وه چې وژونکي یې څوک دي خو د خپلې عدم تشدد له فلسفې یې مخ نه دی اړولی، عدم تشدد د باچاخان پېرو کارو د عقیدې غوندې منلې او عملي کړې ده. په اصل کې پښتانه له عدم تشدد سره اشنا کول یوه لویه بریا ده."

بلخوا څېړونکي وایي لکه څنګ چې په نړۍ کې نېلسن منډېلا، مهاتما ګاندي، مارټن لوتر کنګ یادېږي نو همداسې له دوی سره ترڅنګ باچا خان هم د عدم تشدد د علامت په توګه یادېږي. د هغه د عدم تشدد فلسفه نه یوازې په سیاست بلکې په ټولنیز او کورني ژوند کې هم د امن، بخښنې، ښېګړې او د زغم خپلو وینا کوي.

XS
SM
MD
LG