د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک نښته: یو پوځي کېپټن او یو طالب کمندان وژل شوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

چارواکي وايي په ټانک ضلعه کې د وسله والو پروړاندې په پوځي عملیاتو کې یو کېپټن وژل شوی او دوه نور عسکر ژوبل شوي دي.

مشال رېډیو ته د خفیه ادارې په لېږلې پاڼه کې ویل شوي چې له وسله والو سره په ډزو کې د تحریک طالبان پاکستان یو کمانډر خواجه الدین چې د شیرالله په نامه پېژندل کېدولو په دې پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی. ټي ټي پي لا د خپل وژل شوي کمانډر په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دغه ډول پوځي عملیاتو د راپورونو په خپلواکه توګه پخلی کېدای شي.

چارواکي وایي، له وسله والو سره د ټانک ضلعې په ډبره سیمه کې دا نښته هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې د پټو مشکوکو وسله والو پرضد عملیات کول.

ډبره له ټانک ښاره ۱۵ کلومیټره سویېل لوېدیځ پلو او له جنوبي وزیرستان سره جوخته سیمه ده .

سرچینې وایي د دې ډزو پایله کې د پاکستان د پوځ کپتان سکندر وژل شوی او دوه عسکر لانس نایک انور او سلمان ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG