د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نومبر کې بلدیاتي ټاکنې کوو: د خیبر پښتونخوا حکومت


پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵م جولای د ټولټاکنو بهیر
پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵م جولای د ټولټاکنو بهیر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په ټوله صوبه کې به بلدیاتي ټاکنې سږکال په نومبر میاشت کې په مرحله واره توګه وشي.

دغه خبرې په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې په مرسته د بلدیاتي ټاکنو لپاره جوړې شوي یوې غوندې ته د اطلاعاتو او لوړو زده کړو لپاره د وزیر اعلا سلاکار کامران بنګش وکړه.

نوموړی وايي، د ټاکنو لومړی پړاو به په کليوالو سیمو او ښاریو کې وي او په دویم پړاو کې به په تحصیلونو او ضلعو کې کېږي.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د حکومت ځينې مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې صوبايي حکومت ولس ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې ناکامه شوی دی او په بلدیاتي ټاکنو کې د ماتې خوړولو له وجې له تېر کال راهيسې له ځنډه کار اخلي.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بلدیاتي حکومتونو او ټاکنو لپاره پارلېماني سېکرېتري فضل الهي بيا د سېپټېمبر پر۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې د ټاکنو ځنډولو یوازینۍ وجه کورونا وبا ده، يو ځل دا وبا کنټرول شي نو په سمدستي توګه به انتخابات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره لومړی د ۲۰۲۱ز کال اپرېل او بیا سېپټېمبر میاشت یاده کړې وه او صوبايي کابینې يې منظوري هم ورکړې وه.

تر دې وړاندې د پاکستان او صوبايي الیکشن کمیشن پر حکومت غږ کړي وو چې ژر تر ژره دغه انتخابات وکړي ځکه چې د بلدیاتي ټاکنو اییني موده شاوخوا درې کاله وړاندې سرته رسېدلي.

په خيبر پښتونخوا کې په اخري ځل بلدياتي انتخابات د ۲۰۱۵ز کال په مې مياشت کې شوي ول او د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې بلدياتي ادارو خپله موده پوره کړه.

د قانون له مخې نوې ټاکنې بايد په ۱۲۰ ورځو کې دننه شوې وی چې تر دا مهاله نه دي شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG