د لاسرسي ځای

تازه خبر

 بلوچستان کې چاودنې څلور سرحدي عسکر وژلي دي


په دې ورستیو کې یو ځل بیا د بلوچستان په بېلا بیلو برخو کې پر سرحدي عسکرو بریدونه زیات شوي چې د زیاترو ذمه داري بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې مني. (انځور:ارشیف)
په دې ورستیو کې یو ځل بیا د بلوچستان په بېلا بیلو برخو کې پر سرحدي عسکرو بریدونه زیات شوي چې د زیاترو ذمه داري بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې مني. (انځور:ارشیف)

په کوټه کې د سرحدي عسکرو ځواک چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه د سېپټمبر پر ۲۵مه په هرنايي سیمه کې شوې ده.

د دوی په وینا، چاودنه هغه مهال شوې چې سرحدي عسکرو په سیمه کې د وسله والو پرضد عملیات کول.

د چارواکو په وینا په دې پېښه کې د عسکرو یو کپتان او یو لېفټېننټ ژوبل شوي هم دي.

بلخوا ګڼ سرحدي عسکر د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي. تر اوسه د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

په دې ورستیو کې یو ځل بیا د بلوچستان په بېلا بیلو برخو کې پر سرحدي عسکرو بریدونه زیات شوي چې د زیاترو ذمه داري بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG