د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د پولیسو لخوا د ۷۵ زده کوونکو پر نيولو سربېره پرلت دوام لري


زده کوونکي وايي، د بلوچستان په مېډیکل کالجونو کې دې د داخلې ټېسټونه انلاین نه بلکې په پخوانۍ طریقه واخيستل شي. انځور- ارشیف
زده کوونکي وايي، د بلوچستان په مېډیکل کالجونو کې دې د داخلې ټېسټونه انلاین نه بلکې په پخوانۍ طریقه واخيستل شي. انځور- ارشیف

په کوټه کې د پولیسو لخوا د هغو ۷۵ زده کوونکو د نیولو خلاف احتجاج شوی چې د مېډیکل کالج د داخلې ټېسټ پرضد یې په کوټه کې پرلت پیل کړی وو.

د کوټې پر لیاقت پارک چوک دا احتجاج د سېپټېمبر پر ۲۴مه تر سره شو چې پکې د پوهنتون او کالجونو ګڼو زده کوونکو برخه لرله.

د دوی غوښتنه وه چې د بلوچستان په مېډیکل کالجونو کې دې د داخلې ټېسټونه انلاین نه بلکې په پخوانۍ طریقه واخيستل شي.

په دغه احتجاج کې شامل یو زده کوونکي امیر محمد ترین مشال راډیو ته وویل چې د دوی دغه احتجاج د روانې میاشتې له لومړنۍ اوونۍ راهیسې دوام لري.

ده وویل"زموږ غوښتنه دا ده چې د بلوچستان په مېډیکل کالجونو کې داخله د انلاین له لارې نه بلکې په پخوانۍ طریقه دې واخيستل شي."

زده کوونکي دا هم وایي چې حکومت دې هغه پولیس له دندو لرې کړي چې د احتجاج پر مهال یې پر دوی تشدد کړی دی.

بلخوا د سېپټېمبر پر ۲۴مه پولیسو نیول شوي ۷۵ زده کوونکي د کوټې یو ځایي عدالت ته وړاندې کړي چې وروسته د ځینو نورو د پلټنو لپاره عدالت د اووه ورځو لپاره دوی پولیسو ته حواله کړي دي.

په بلوچستان کې زده کوونکي د صوبې په میډیکل کالجو نو کې د داخلو پر طریقه کار له تېرو درېيو میاشتو راهیسې په احتجاج دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG