د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ځواکونه وايي په بلوچستان کې یې شپږ وسله وال وژلي


د پاکستان امنيتي ادارې ادعا کوي چې په بلوچستان کې يې شپږ وسله وال وژلي او د ځانمرګي برید په تور يې درې کسان نيولي دي.

په کوټه کې د پوځ مطبوعاتي څانګې لخوا په خپور شوي بيان کې راغلي چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په خاران سيمه کې د سرحدي عسکرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې د دوو قومندانانو په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.

بيان زياتوي چې د پېښې له ځایه درنه وسله هم ترلاسه شوې ده.

خو کومې وسله والې ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم په دې پېښه کې څوک نیول شوي دي.

بلخوا د سېپټېمبر پر ۲۴مه په کوټه کې د ترهګرۍ مخنيوي ادارې په يو بيان کې ويلي چې د بلوچستان په ګوادر کې يې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې يا بلوچستان لیبریشن ارمي هغه درې غړي نيولي چې د ګوادر په ځانمرګي برید کي يې مرسته کړې وه.

د اګست پر ۲۱مه شوی دغه ځانمرګي برید، چې پکې څلور ماشومان وژل شوي ول، ذمه واري يې يادې ډلې منلې وه.

دې ډلې ویلي وو چې هدف يې هغه چینايي انجېنران ول چې په ګوادر کې په پرمختیايي پروژو کې کار کوي.

بلوچستان ليبرېشن ارمي لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG