د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو بیرغ هسکولو پر سر د سره جومات خطیب ضد مقدمه دایره شوه


پولیس وايي، پر مدرسې د طالبانو د جنډو رپول او بیا د پولیس سرتېرو مخه نیول ناقانونه کار وو نو ځکه یې د مولانا عبدالعزیز پر ضد مقدمه دایره کړه - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، په اسلام اباد کې یې تر هغې وروسته د سره جومات یا لال مسجد د خطیب مولانا عبدالعزیز پرضد مقدمه دایره کړې چې نوموړي د جامعه حفصې له ودانۍ د افغانستان د طالبانو د بیرغونو له لیرې کولو انکار وکړ. خو په عین وخت کې د اسلام اباد انتظامیې ویلي دي چې د نوموړي پرضد یې اقدام نه دی کړی.

د اسلام اباد د ابپارې تاڼې یوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له وجې یې له نوم ښوولو ډډه وکړه، د سېپټېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د مولانا عبدالعزیز پرضد یې د شنبې یا خالي پر ورځ مقدمه دایره کړې چې پکې د "بغاوت او ترهګرۍ تورونه" هم شامل دي.

ده وویل، "مولانا عبدالعزیز د جامعه حفصې په نوم د نجونو د مدرسې پر ودانۍ د طالبانو بیرغونه پورته کړي ول او چې کله پولیس سرتېري یې د لیرې کولو لپاره ورغلل، نو هغه یې مخه ونیوله."

پولیس چارواکی وايي، پر مدرسې د طالبانو د جنډو رپول او بیا د پولیس سرتېرو مخه نیول ناقانونه کار وو نو ځکه یې د مولانا عبدالعزیز پر ضد مقدمه دایره کړه.

مولانا عبدالعزیز په اسلام اباد کې د سره جومات خطیب او د جامعه حفصې او جامعه فریدیې انتظامي مشر یا مهتمم دی.

نوموړي تېره میاشت تر هغې وروسته د جامعه حفصې پر ودانۍ د طالبانو بیرغونه پورته کړل چې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ خو بیا یې د حکومتي فشار له وجې لیرې کړل.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه د مولانا عبدالعزیز پلویانو یو ځل بیا د جامعه حفصې پر ودانۍ د طالبانو جنډې هسکې کړې.

د سېپټېمبر پر ۱۸مه د اسلام اباد انتظامیې پر ټوېټر په بیان کې وویل چې له ودانۍ څخه یې بیرغونه لیرې کړي، سیمه یې د عزیز له پلویانو پاکه کړې او د نوموړي ضد یې پرچه دایره کړې.


تر دې څو ساعته وروسته عزیز رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې له انتظامیې سره یې تر مذاکراتو وروسته له مدرسې څخه د طالبانو "بیرغونه لیرې کړل."

دی وايي، انتظامیې ورسره ژمنه وکړه چې، "لال مسجد او جامعه حفصې ته به د ده او د ده د پلویانو پر تګ بندیز نه وي او د دې ترڅنګ د اسلام اباد په اېچ ۱۱ کې د جامعه حفصې جومات به بیا پرانیزي او هلته به موذن او امام ګوماري."

نوموړي زیاته کړې چې پخوا یې هم په پاکستان کې "د اسلامي نظام نافذولو هڅې" کړې او اوس یې هم کوي.

خو انتظامیه نه مني چې ګواکې له مولانا عبدالعزیز سره یې ژمنې کړې دي.

د اسلام اباد د انتظامي مشر یا ډېپټي کمېشنر دفتر یوه چارواکي د سېپټېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د پرچې پر اساس یې د نوموړي پر ضد اقدام نه دی کړی او مقدمه یې د اوسمهال لپاره تړلې ده.

دې چارواکي هم نه غوښتل چې خپل نوم وښيي او دا یې هم روښانه نه کړه چې انتظامیې ولې تر مقدمې دایرېدو وروسته عزیز نه دی ګرفتاره کړی.

خو زیاته یې کړه چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه یې ماښام مهال له مدرسې د طالبانو جنډې لیرې کړې، او سیمه یې د مولانا عبدالعزیز له پلویانو پاکه کړه.

چارواکي زیاته کړه چې په دې عمل کې یې هېڅوک نه دي ګرفتاره کړي.

د سېپټېمبر پر ۱۹مه هم لسګونه پولیس سرتېري د جامعه حفصې په شاوخوا کې ولاړ ول.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۷ز کال کې په لال مسجد کې تر پوځي عملیاتو وروسته تر یوې مودې هغه جومات او جامعه حفصه تړلي ول.

هغه مهال دې جومات ته لسګونه وسله وال ورغلي ول او د مولانا عبدالعزیز په مشرۍ یې د شریعت نافذولو غوښتنه کوله.

د عملیاتو او نښتو پرمهال د زده کوونکو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي ول. پوځيانو د سره جومات د محاصرې پر وخت مولانا عبدالعزیز ګرفتار کړ او پرضد یې مقدمه دایره کړه.

د پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۰۹ز کال کې نوموړی خوشې کړ او له هغه وخت راهیسې دی د جامعه حفصې، جامعه فریدیه او سره جومات د مشر او منتظم په توګه دنده پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG