د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس د مولانا عبدالعزیز د نیولو هڅه کوي


مولانا عبدالعزیز په لسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کوي
مولانا عبدالعزیز په لسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کوي

د اسلام اباد پولیس تاییدوي چې دوی د طالب پلوه پاکستاني عالم او د لال مسجد د خطیب مولانا عبدالعزیز د نیولو حکم له عدالته تر لاسه کړی دی.

په پاکستان کې یوې محکمې د مولانا عبدالعزیز په نوم د هغه مخور دیني عالم د ګرفتارۍ حکم جاري کړی چاچې روانه میاشت په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید د غندنې په نه کولو د ولسي خلکو او د حکومت غصه راپارولې وه.

د اسلام اباد پولیس تاییدوي چې دوی د طالب پلوه پاکستاني عالم او د لال مسجد د خطیب مولانا عبدالعزیز د نیولو حکم له عدالته تر لاسه کړی دی.

پرمولانا عبدالعزیز د مدني ټولنې هغو فعالینو ته د دړکو ورکولو تور دی چاچې د لال مسجد په وړاندې مظاهرې کړي او د مولانا عبدالعزیز خلاف یې له دې امله بیانونه ورکړي چې نوموړي د پېښور په یو سکول د طالبانو د برید په حق کې بیان ورکړی و.

مولانا عبدالعزیز لمونځ کونکو ته د وینا پرمهال ویلي وو ، د پاکستان پوځ چې په شمالي وزیرستان کې دده په وینا غیر اسلامي عملیات کوي نو پر سکول د طالبانو برید جایز دی.

د لال مسجد ویاند وايي که د مولانا عبدالعزیز د نیولو هڅه وشوه نو د جومات لخوا به مقاومت وشي.

XS
SM
MD
LG