د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیه کې نن د پارلېماني ټاکنو وروستۍ ورځ ده


په روسيه کې د پارلېماني انتخاباتو په ترڅ کې د سېپټمبر ۱۹مه د رايو اچولو درېیمه او وروستۍ ورځ ده. پوځیان د خپلو رایو کارولو پرمهال لیدل کېږي.
په روسيه کې د پارلېماني انتخاباتو په ترڅ کې د سېپټمبر ۱۹مه د رايو اچولو درېیمه او وروستۍ ورځ ده. پوځیان د خپلو رایو کارولو پرمهال لیدل کېږي.

په روسيه کې د پارلېماني انتخاباتو په ترڅ کې د سېپټمبر ۱۹مه د رايو اچولو درېیمه او وروستۍ ورځ ده.

دا په داسي حال کې ده چې په انتخاباتو کې په پراخه کچه د بې قاعدګيو خبرونه ورکړل شوي او د کريملين مخالفه سياستوال اليکسي نوالني غورځنګ پرضد تازه عمليات ترسره شوي دي.

تمه ده چې د حکومت پلوه متحدې روسيې ګوند په پارليماني ټاکنو کې بريا ترلاسه کړي، هغه ځکه چې چارواکو د حکومت مخالفان له انتخاباتو منع کړي او پر خپلواکو رسنيو يې بنديز لګولی دی.

خو د ولسمشر ولاديمير پوتین پلوه ګوند به په پارلېمان کې غوڅ اکثريت ترلاسه نه کړای شي، هغه ځکه چې له انتخاباتو وړاندې نظر پوښتنو سره سم د هغه ګوند شهرت شاوخوا ۳۰ فيصده راټېټ شوی دی.

دا وخت د روسیې ولسي جرګې يا قامي اسمبلۍ کې متحده روسيه ګوند شاوخوا ۷۵ فيصده چوکۍ لري چې هغه ګوند ته په اساسي قانون کې د بدلون صلاحيت ورکوي.

د روسيې ولسي جرګه ټولې ۴۵۰ چوکۍ لري.

تېر کال هغه ګوند په اساسي قانون کې له بدلون سره تر ۲۰۲۴م کال وروسته هم پوتين ته د دوه ځلې نور ولسمشرۍ انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه ورکړې وه.

تمه ده چې د کميونېسټانو ګوند چې دویم پياوړی ګوند دی، په انتخاباتو کې زياتې چوکۍ‍ وګټي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG