د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا پر پاکستانیو وګړو د کورونا له کبله لګېدلي سفري بندیزونه نرموي


د برتانیې د ټرانسپورټ وزیر وویل چې د اکتوبر له څلورمې د هغو کسانو لپاره برتانیې ته په ورتګ شرطونه نرموي چې مکمل واکسین شوي وي.
د برتانیې د ټرانسپورټ وزیر وویل چې د اکتوبر له څلورمې د هغو کسانو لپاره برتانیې ته په ورتګ شرطونه نرموي چې مکمل واکسین شوي وي.

د سېپټېمبر له ۲۲مې به له پاکستانه برتانیې ته د مسافرو پر ورتګ سفري بندیزونه لیرې کړل شي.

د برتانیې د ټرانسپورټ وزیر رایټ هان ګرانټ شیپس د سېبټېمبر پر ۱۷مه پر خپله ټویټر پاڼه په بندیزونو کې د نرمۍ اعلان وکړ.

تر دې مخکې برتانیې د ۲۰۲۱م کال په اپرېل میاشت کې له پاکستانه برتانیې ته د مسافرو په ورتګ بندیز لګولی و. هغه وخت د کورونا وایرس ډیلټا بڼه په تېزۍ سره په خپرېدو وه چې کېسونه یې لومړی ځل په هند کې مخې ته راغلي ول.

د برتانیې لخوا تر دې اعلان وروسته د روغتیا د چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر فېصل سلطان پر ټویټر پاڼه دا یوه خوشخبري بللی.

د کورونا وایرس د څار قامي ادارې ( اېن سي او سي) مشر او د منصوبه بندۍ او ترقیاتي چارو وفاقي وزیر اسد عمر په پاکستان کې د برتانیې د های کمېشن د ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې ښه ده چې بالاخره دا فېصله وشوه.

د پېښور عمر کمال شاه یو له هغو کسانو دی چې د سفري بندیزونو له وجې په پاکستان کې ګېر پاته دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې پر دې اعلان خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې له ستونزو سره مخامخ ول.

ده زیاته کړه، "زه په مارچ کې د درې اوونیو په پروګرام راغلی وم خو پاکستان یې په سور لسټ کې شامل کړ. نو هغه درې اوونۍ دا دي په شپږو میاشتو کې بدلې شوې."

ده زیاته کړه، "یو خو به زه ۱۰ ورځې په هوټل کې بندیوان ومه او ۲،۲۰۰ پاونډ به مې ورکولای چې ما دا خرچه نه شوه برداشت کولای. بل دا چې له دې ځایه په مسقیمو پروازونو هم بندیز و. نو زموږ په شان کسان چې برتانوي شهریان دي، له ډېر مشکل سره مخامخ شو."

د برتانیې پر حکومتي ویبپاڼه لیکل شوي چې پاکستان په هغو اتو هېوادونو کې شامل دی چې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر د احتیاطي تدابیرو له مخه ورباندې لګول شوي سفري بندیزونه به لېرې کړل شي او د هېوادونو د سور لېسټ نه به ژیړ هغه ته واړول شي.


عمر شاه وايي، برتانیې ته په ورتګ به ورته اوس هم د کورونا وایرس دوه ټسټونه کول وي. د دې تر څنګ باید یو فارم هم ور ډک کړي.

د برتانیې د ټرانسپورټ وزیر وویل چې د اکتوبر له څلورمې د هغو کسانو لپاره برتانیې ته په ورتګ شرطونه نرموي چې مکمل واکسین شوي وي.

نوموړي وویل چې د سور لیسټ علاوه هغو کسانو ته چې برتانیې ته سفر کوي، هلته د ورتګ مخکې به ورته پي سي ار ټسټ نه وي کول.

تر دې مخکې کاناډا د اپرېل له ۲۲مې د کورونا وایرس مخنیوي په خاطر له پاکستان او هند نه هغه هېواد ته د مسافرو پر ورتګ پابندي لګولې وه.

اېن سي او سي وایي، په پاکستان کې دا وخت د کووېډ-۱۹ د مثبتو کېسونو شرح څلور اشعارعیه څلور فیصده ده.

دا د جولای له ۱۳مې راهیسې په هېواد کې د مثبتو کېسونو تر ټولو کمه شرح ده.

د ادارې په خبره په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ واکسینو تر دوه اویا میلین زیات خوراکونه ورکړل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG