یاد هیواد د اپرېل میاشتې له ۲۲مې نېټې راهېسې د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه له هند او پاکستانه په ورتلونکو پروازونو د یوې میاشتې لپاره بندیز لګولی و چې نن باید پای ته رسېدلی وای.
خو د کاناډا د ټرانسپورټ وزیر عمر الګېبرا د مې پر ۲۱مه په یوه خبري غونډه کې ویل چې هیواد یې پرېکړه کړې چې دا بندیز به د جون تر ۲۱مې نېټې پورې په خپل حال وي. نوموړي دا هم وویل چې پر نړیوالو الوتنو د بندیز له وجې د هغوی په هیواد کې د کورونا پېښې ډېرې کمې شوې دي.
د پرېکړې له مخې، کاناډا ته تلوونکي ټول مساپر باید ۱۴ ورځې په قرنطین کې تېرې کړي.
کاناډا له هند او پاکستانه په ورتلونکو پروازونو بندیز وغځاوه.
![د کورونا د مخنیوي لپاره د کاناډا او امریکې پولې هم تړل شوي](https://gdb.rferl.org/648c2ee6-2e79-443e-8bd3-85e8c00cb5af_w250_r1_s.jpg)