د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: د امنیتي ځواکونو لخوا نيول شوي شپږ کسان خوشې کړل شول


د باجوړ پولیسو ډي ایس پي ستار خان مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواک په دغه سيمه کې د ورانکارو ضد عمليات کړي چې هدف يې د عام ولس امنيت خوندي کول وو.
د باجوړ پولیسو ډي ایس پي ستار خان مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواک په دغه سيمه کې د ورانکارو ضد عمليات کړي چې هدف يې د عام ولس امنيت خوندي کول وو.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ په چمرکنډ سيمه کې خلکو د امنیتي ځواکونو له خوا د چاپو وهلو پرضد احتجاج کړی دی.

مظاهره چيانو د سېپټېمبر پر ۱۷مه د دې احتجاج پرمهال په مامد ګټ سیمه کې لوی سړک بند کړی وو.

په احتجاج کې شریکو خلکو د هغو شپږو کسانو خوشي کولو غوښتنه هم کوله چې د دوی په وینا، د سېپټېمبر پر ۱۶مه د شپې پرمهال امنيتي سرتېرو له ځان سره بیولي وو.

يو قبايلي مشر مولانا خانزېب پرون (د سېپټېمبر پر ۱۷مه) مشال راډيو ته وويل چې د مظاهرچیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له جرګې وروسته احتجاج ختم کړل شو او نيول شوي شپږ کسان تېره شپه خوشې کړل شول.

د ده په وینا، په جرګه کې پرېکړه وشوه چې د چاپو پر مهال به ولسي انتظاميه په اعتماد کې اخيستل کيږي.

دا له هغه وروسته ده چې د مظاهرچیانو په وینا، د ۱۶م سېپټېمبر پر سهار شاوخوا څلور بجې په جوماتونو کې اعلان شوی وو چې هیڅوک دې جوماتونو ته نه ورځي.

د دوی په وینا، په اعلان کې ویل شوي وو چې امنیتي ځواکونو کلی شاوخوا په ولکه کې اخیستی دی.

دوی زیاتوي چې وروسته بیا د سهار پر شاوخوا ۵:۳۰ بجې بل اعلان وشو چې مشران دي ورشي او ځوانان دې په کورونو کې پاتې شي.

د باجوړ پولیسو ډي ایس پي ستار خان مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواک په دغه سيمه کې د 'ورانکارو' پر ضد عمليات کړي چې هدف يې د عام ولس امنيت خوندي کول وو.

XS
SM
MD
LG