د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خلاف د عدم اعتماد تحریک ښايي بریالی شي: اپوزېشن


د بلوچستان صوبايي اشمبلۍ مخې ته تر احتجاج وروسته اپوزېشن ګوندونو مشر مولانا واسع خبري کنفرانس پر مهال: تصویر له ارشیفه
د بلوچستان صوبايي اشمبلۍ مخې ته تر احتجاج وروسته اپوزېشن ګوندونو مشر مولانا واسع خبري کنفرانس پر مهال: تصویر له ارشیفه

په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند د ۱۶ غړیو لخوا د صوبې د اعلی وزیر خلاف د عدم اعتماد تحریک راوړلو وروسته هلته سیاسي هلې ځلې پيل شوي دي.

د سیپټمبر پر ۱۴ مه د بلوچستان د اعلا وزیر جام کمال خان پر ضد د عدم اعتماد تحریک د اسمبلۍ دفتر ته وړاندې کېدو وروسته د واکمن بلوچستان عوامي ګوند ناراضه غړیو له حزب اختلاف سره د درېدو ویلي دي. تر اوسه نه ده معلومه چې په دې به کله په اسمبلۍ کې بحث کېږي.

په عین حال کې د سینیټ چېرمین صادق سنجراني پرون ماښام کوټې ته تللی او د اعلی وزیرجام کمال تر څنګ یې د هغه د بلوچستان عوامي پارټۍ له غړیو سره ملاقاتونه کړي دي.

د بلوچستان اسمبلۍ په ودانۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې سنجراني وویل چې هلته د تګ مقصد یې د مسلې حل راویستل دي.

اپوزیشن خوشبینه دی چې د بلوچستان اعلا وزیر پرضد راوړی عدم اعتماد تحریک به یې کامیابه شي. دوی وايي چې په صوبه کې د ناامنۍ په ګډون بې روزګاري ده او د اعلا وزیر جام کمال حکومت په ښه حکومتدارۍ کې پاتې راغلی دی. خو حکومت د اپوزېشن ادعاوې نه مني.

د بلوچستان اسمبلۍ په ۶۵ څوکیو کې ۴۲ غړي له حکومت سره دي او اپوزېشن ۲۳ غړي لري. د وزیراعلا پرضد د تحریک عدم اعتماد ګټلو لپاره د ۳۳ رایو ضرورت وي.

XS
SM
MD
LG