د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملابرادر په ویډيو پیغام کې خپلمنځي ناندرۍ رد کړې


د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو ورځني غیابت وروسته په یوه ویډیو کې را څرګند شو او خپلمینځي اختلافات یې په کلکه رد کړل.

برادر د افغانستان له ملي ټېلیویزن سره په مرکه کې چې بېګا شپه خپره شوه ویلي، تېرو څو ورځو کې په سفر بوخت و او رسنیو ته یې هم لاس رسی نه درلود.

نوموړی وايي: "زه الحمدالله جوړ او روغ یم، بله خبره دا چې رسنۍ وایي خپلمینځي اختلافات لري، دا بلکل هېڅ حقیقت نه لري. موږ په خپلمینځ کې ډېر شفقت او ترحم لرو، ان یوه فامیل کې به هم داسې شفقت او ترحم نه وي."

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ښاغلی برادر د طالبانو له مشرتابه سره خپلمینځۍ شخړه کې ټپي شوی او په ټولنیزو رسنیو کې یې د مرګ اوازې هم خپرې شوې.

دا شکونه تر هغه وروسته پیدا شول چې تېره یکشنبه کابل ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال ښاغلی برادر ارګ کې و نه لیدل شو.

برادر اوس ویلي، که د قطر د بهرنیو چارو وزیر له سفره خبر وی، ده به خپل پلان شوی سفر لغوه کړی وی.

XS
SM
MD
LG