د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپورېشن د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال پروړاندې د عدم اعتماد تحریک راوړی


جام کمال د بلوچستان اعلا وزیر
جام کمال د بلوچستان اعلا وزیر

په بلوچستان اسمبلی کي مخالفو سیاسي ګوندونو د صوبې د وزیر اعلا جام کمال خان پرضد تحریک عدم اعتماد وړاندې کړی دی.

پر دغه تحریک د حزب اختلاف ۱۶ غړیو لاسلیکونه کړي دي چې وايي، د جام کمال په مشرۍ په صوبایي حکومت کې ناامني او بې روزګاري زیاته شوې ده.

دوی پر صوبایي حکومت تور لګولی چې د ایین ۳۷ او ۳۸مې مادې سرغړونه یې کړې ده او یو داسې غیر منصفانه بجټ یې وړاندې کړی دی، چې د مخالفو سیاسي ګوندونو د اسمبلۍ غړیو حلقې یې د ترقیاتي کارونو له پانګې/فنډه بې برخې کړي دي.

د اپوزېشن غړیو د جمعیت علماء اسلام یونس عزیز، د بلوچستان نیشنل پارټي نصیراحمد شاهواني او د پښتونخواملي عوامي ګوند نصرالله زیري په وینا چې د جام کمال په مشرۍ د بلوچستان حکومت له اسلام اباده د خپلو بنیادي او اییني حقونو په ترلاسه کولو کي پاتې راغلی دی چې له امله یې په صوبه کې د بجلۍ، ګیس او اوبو مشکلات زیات شوي دي.

بلخوا د مخالفو سیاسي ګوندونو د عدم اعتماد پر تحریک وزیر اعلا جام کمال نن د سېپټېمبر پر ۱۵مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دی د دغه تحریک هېڅ پروا نه کوي او دا چې د ده ګوند (بلوچستان عوامي پارټي) پرې باور لري او که یې ګوند ورباندې باور پرېږدي نو هم په هغه ورځ به خپله څوکۍ هم پرېږدي.

د انتخابي حلقو د پانګې پر نشتوالي تر دې وړاندې هم د بلوچستان اپوزیشن سیاستوالانو په کوټه کې د اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وو.

دوی د تېر جون پر ۱۵مه د احتجاج پیلولو پر وخت تور پورې کړی وو چې حکومت د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال په صوبايي بجټ کې یې د دوی د انتخاباتي حلقو د پرمختيايي چارو لپاره پیسې نه دي بېلې کړې. خو حکومتي چارواکي وايي، په بجټ کې د اپوزیشن د سیاستوالانو د سیمو پرمختیايي پروژې موجودې دي.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ۶۵ غړي لري چې پکې د حزب اختلاف شمېره ۲۳ ده. په هغه کي د جمعیت علماء اسلام ۱۱، د بلوچستان نیشنل ګوند ۱۰ او پښتونخواملي عوامي ګوند یو غړی شامل دی. دغه ډول د صوبې پخوانی اعلا وزیر نواب اسلم ریسانی په آزاده توګه له حزب اختلاف سره ولاړ دی.

په حکومتي غاړه کې د وزیراعلا جام کمال د پلویانو شمېره ۴۲ ده. په هغه کې د بلوچستان عوامي ګوند ۲۴، د پاکستان تحریک انصاف ۷، عوامي نیشنل ګوند ۴، بلوچستان نیشنل ګوند (عوامي) ۳، هزاره ډیموکراټک ګوند ۲، جمهوري وطن پارټۍ یو غړی او د مسلم لیګ پرټیکټ بریالی شوی پخوانی وزیراعلا نواب ثناء الله زهري هم شامل دي چې څه موده مخکې یې ګوند پرېښود.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG