د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بایډن پر امریکایانو د "یووالي" ټينګار کړی


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو ویډیویي پیغام کې له امریکایانو د یووالي پر ښوولو ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د سېپټېمبر د ۱۱مې ترهګرو بریدونو د ۲۰مې کلیزې لمانځلو لپاره تیاریانې کوي.

ولسمشر بایډن "یووالی" د ۲۰۰۱ز کال د بریدونو یو مرکزي زده کړه بللې.

پر نيويارک او پېنټاګان د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې ترهګرو بريدونو چې پکې نېږدې ۳،۰۰۰ کسان وژل شوي ول، نړۍ بدله کړه.

د حملو ذمه واري د القاعدې ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن ومنله چې هغه مهال په افغانستان کې وو او هلته د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو واکمني وه.

۱۱م سېپټېمبر، د ترهګرۍ ورځ چې نړۍ يې بدله کړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:13 0:00

هغه وخت د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بوش د ترهګرۍ پرضد جګړه اعلان کړه او له طالبانو يې وغوښتل چې اسامه بن لادن وروسپاري، خو د طالبانو تر انکار وروسته د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک له مخې امريکا او متحدينو يې پر افغانستان حمله وکړه او د د ۲۰۰۲ز کال په اکتوبر میاشت کې يې د طالبانو حکومت نسکور کړ.

اوسني امریکايي‌ ولسمشر جوبایډن د سېپټېمبر پر ۱۰مه په ټویټر پیغام کې وويل چې له بريدونو وروسته هر ځای اتلولي وه او د ده په وينا، د ملي يووالي داسې رېښتونی احساس ډېر کم تر سترګو کېږي.


نوموړي یووالی د هېواد لوی طاقت وباله او وې ویل چې د دې مقصد دا نه دی چې امریکایان هم په ورته خبرې باور وکړي خو د ده په وینا، "باید موږ په دې هېواد کې یو بل ته بنیادي احترام ولرو او پر یو بل باور وکړو."

ولسمشر بایډن دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې امریکایان د کوېډ- ۱۹ وایرس وبا، واکسينو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او پر ځینو نورو خبرو تقسیم شوي دي.

د ۲۰۰۱ز کال د بریدونو د ۲۰ کلونو پوره کېدو په مناسبت ولسمشر بایډن او د هغه مېرمن جیل بایډن به د پېښې اغېزمنو درو ځایونو ته ورځي خو داسې امکانات نشته چې ولسمشر بایډن به هلته ولس ته وینا وکړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG