د لاسرسي ځای

تازه خبر

بايډن په امريکا کې د کورونا واکسينو بهير ګړندي کولو لپاره نوې ستراتيژي اعلان کړه


بایډن د سېپټېمبر پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې پر شاوخوا ۸۰ میلیونه هغو امریکایانو انتقاد وکړ چې تر اوسه یې واکسین نه دي کړي.
بایډن د سېپټېمبر پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې پر شاوخوا ۸۰ میلیونه هغو امریکایانو انتقاد وکړ چې تر اوسه یې واکسین نه دي کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په هېواد کې د واکسینو ورو بهیر چټکولو او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ زیاتېدونکو پېښو کنټرول لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې چې تر ۱۰۰ میلیونه پورې کسان به واکسین کولو ته وهڅوي.

په هغه هېواد کې په چټکۍ د خپرېدونکې ډېلټا بڼې له وجې پېښې په زیاتېدو دي. بایډن بېګا (د سېپټېمبر پر نهمه) په سپینه ماڼۍ کې پر شاوخوا ۸۰ میلیونه هغو امریکایانو انتقاد وکړ چې تر اوسه یې واکسین نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغو خلکو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې، په روغتونونو کې یې بسترېدل او له ناروغۍ یې مړینې په زیاتېدو دي چې واکسین شوي نه دي.

بایډن د وایرس د کنټرول لپاره شپږ اړخیزه ستراتیژي اعلان کړې چې ورسره سم، هغه ادارې او شرکتونه چې تر ۱۰۰ زیات کسان پکې کار کوي، باید ټول کارکوونکي یې واکسین شي او یا به هره اوونۍ د وایرس لپاره ټېسټ کوي.

د سپینې ماڼۍ له اټکل سره سم، د دې امر له وجې به په شخصي څانګه کې تر ۸۰ میلیونه زیات کسان تر پوښښ لاندې راشي.

د ولسمشر د ستراتیژۍ بله برخه د ټولو وفاقي کارکوونکو او قرادادیانو لپاره واکسینېدل لازمي کول دي. تر دې مخکې به هغو کارکوونکو کولای شول چې د واکسین پر ځای مسلسل ټېسټونه وکړي او کار ته ولاړ شي.

په امريکا کې د سېپټېمبر تر ۱۰مې څه باندې ۴۱ مليونه کسان کورونا وايرس وهلي چې تر شپږ نيم لکه زيات کسان ورڅخه مړه شوي خو تر ۳۱ مليونه زيات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG