د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووريزه نړیوال کرکټ جام لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه


د پاکستان ملي تیم،
د پاکستان ملي تیم،

پاکستان د اکتوبر په میاشت کې د کېدونکي ۲۰۲۱ز کال۲۰ اووريزه نړيوال کرکټ کپ لپاره د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه خپله ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

پاکستان کرکټ بورډ يو شمېر تجربه کاره لوبغاړي د نړيوال ۲۰ اووريزه کرکټ کپ سياليو لپاره په خپل ټيم کې نه دي اخيستي لکه پخوانی کېپټن سرفراز احمد، تېز باولر وهاب رياض، شعېب ملک، د تېز بېټنګ لپاره مشهوره اوپنر شرجيل خان او الروانډر فهيم اشرف.

خو بيا يې ځينې نوي لوبغاړي په ټيم کې شامل کړي دي لکه د پخواني کرکټر معين خان زوی اعظم خان چې يوازې څه باندې يوه مياشت مخکې يې د انګلېنډ خلاف په مېچ کولو سره خپل نړيوال کرکټ پیل کړ.

نوموړی په دغه لوبه کې هم يو رنزو جوړ کړی وو. دغه راز محمد وسيم جونير چې څه باندې يوه مياشت مخکې يې د ويسټ انډيز خلاف په لوبه کولو سره خپل نړيوال کرکټ پیل کړ هم په ټيم کې شامل کړل شوی دی. پر دې سربېره اصف علي چې په ۲۰۱۸ز کال کې يې نړيوال کرکټ پیل کړی، خو تر دې دمه يې په ۲۹ نړيوال ټي ټونټي لوبو کې يوازې ۳۴۴ رنزونه جوړ کړي او په يو مېچ کې يې تر ټولو زيات رنزونه ۴۱ دي، هم په ټيم کې شامل کړل شوی.

د پاکستان پخوانی کپتان او روزونکي انضمام الحق وايي، بايد له نړيوال ۲۰ اووريزه کپ وروسته نوو لوبغاړو ته د لوبو کولو موقع ورکړل شوې وای.

په ټولنيزو رسنيو کې د سېپټېمبر پر شپږمه خپرې شوې ويډيو کې انضمام الحق وايي، بايد شرجيل خان، فخرزمان او شعېب ملک د ۲۰ اووريزه نړيوال کرکټ کپ لپاره په پاکستانۍ لوبډله کې شامل وای. "فخر تاسو په ريزرو کې وساته نو دا زما لپاره ډېره د حېرانۍ خبره ده. هغه ډېر ښه بېټسمېن دی. دغه راز شرجيل هم په پاکستان سپرليګ او کشمير پريمير ليګ کې ډېر ښه رنزونه وکړل. شعېب ملک چې ډېره تجربه لري په مډل ارډر کې يې له حفيظ سره ښه جوړه وه. زما لپاره دا هم ډېره د حېرانۍ خبره ده چې تاسو عثمان قادر په ريزرو کې ساتلی دی. په ورځني بنياد د لوبغاړو انتخاب ښه خبره نه ده. که د برصغير په مېدانونو کې شعېب، فخر او شرجيل لوبه نه کوي نو موږ له ستونزو سره مخ کېدای شو."

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز بالر شعېب اختر هم د نړيوال ۲۰ اووريزه کپ لپاره د پاکستان لخوا په اعلان شوی لوبډله خوشاله نه دی.

په ټولنيزو رسنيو کې د سېپټېمبر پر اوومه خپره شوې ويډيويي پیغام کې شعېب اختر وايي، بايد تجربه کار لوبغاړي په ټيم کې شامل کړل شوي وای. "شعېب ملک تاسو وانخستلی او اعظم خان ته مو لومړيتوب ورکړی. زه اعظم خان ته احترام لرم خو په مډل ارډر کې تاسو ته داسې لوبغاړی پکار وو چې لوبه بچ کړي او هغه شعېب ملک دی. وهاب رياض ښه باولر وو، هغه نه دی اخېستل شوی. شاهنواز داني د پاکستان راتلونکی دی، بايد هغه ولوبول شي او هغه ستاسو لپاره لوی مېچونه ګټلې شي او په ټوله نړۍ کې پاکستان مخې ته بوتلای شي."

د نړيوال ۲۰ اوريزه کرکټ کپ
د نړيوال ۲۰ اوريزه کرکټ کپ

بلخوا د پاکستان ملي لوبډلې مشر سلېکټر محمد وسيم د سېپټېمبر پر شپږمه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې هغه دا مني چې اصف علي، اعظم خان او صهېب مقصود په دې وروستيو کې ډېره ښه لوبه نه ده کړې خو د ده په خبره کوم لوبغاړي چې په ټيم کې نه دي شامل کړل شوي نو په دې وروستيو کې د هغو کارکردګي هم ښه نه وه.

البته دا وايي چې دا نوي لوبغاړي د لوبې کولو صلاحيت او توانايې لري او تمه ده چې دوی به په ۲۰ اووریزه کپ کې ښه لوبه وکړي.

محمد وسيم وايي، اعظم خان، اصف علي،صهېب مقصود او محمد وسيم چې چکو او چوکو وهلو صلاحيت لري، د ټي ټونټي مېچونو لپاره ډېر ښه دي.

نوموړی زياتوي اعظم خان وکټ کېپېنګ کولای شي او محمد وسيم بيا يو ښه تېز باولر دی. "زه دا منم چې د دوی کاردګي هم ښه نه وه خو د نورو لوبغاړو کارکردګي هم هغسې نه وه. نو بيا موږ دا فيصله وکړه چې کوم لوبغاړي په دباو کې ښه لوبه کولای شي نو هغه مو په ټيم کې شامل کړل. لکه چې د کوم قسم بالنګ امکان دی نو د هغو مطابق موږ اصف علي، خوشدل او نور لوبغاړي واخېستل. موږ تمه لرو چې د دوی کارکردګي به ښه وي."

مينه او زيار مو تر نړيوال کرکټه رسولای شي: يونس خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:24 0:00

د سېپټېمبر پر شپږمه د نړيوال ۲۰ اووريزه کرکټ جام لپاره د پاکستان ملي لوبډلې تر اعلان لږ ساعت وروسته د دې لوبډلې بېټنګ روزونکی مصباالحق او باولنګ کوچ وقار يونس له خپلو دندو استعفا ورکړه.

دا وروسته له هغو هم ده چې د اګست پر ۲۶مه د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړ چې پخواني کرکټر رميز راجه ورته ویلي چې وزيراعظم عمران خان هغه د پاکستان کرکټ بورډ د چېرمېن څوکۍ لپاره نومولی دی.

ټاکل شوې چې د اووم ۲۰ اووريزه نړيوال کرکټ کپ سيالۍ د روان کال د اکتوبر له ۱۷مې څخه او د نومبر ۱۴مې ترمنځ په متحده عربي اماراتو او اومان کې ترسره شي.

دا سيريز چې پروسږکال د کورونا له وجې وځنډول شو، کوربتوب يې هندوستان کوي او په کې د پاکستان، افغانستان او هند په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه اخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG