د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی کرکټر ثفلین مشتاق د ښځو په سینګار کې


ثفلین مشتاق د ښځو سینګار کړی
ثفلین مشتاق د ښځو سینګار کړی

د کورونا وبا له امله د سپورتس لوبغاړي هم قرنطين شوي دي خو په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعاله شوي دي. د اپريل په شپږمه د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي ثقلېن مشتاق په ټولنيزه رسنۍ انسټا ګرام يوه ويډيو خپاره کړه چې پرې تود بحث روان دی.

ثقلېن په دې ويډيو کې وايي لور ورله د جينکو سینګار کړی، وېګ يا جعلي وېښتان يې ورله لګولي او د يوې ښځې په څېر ښکاري : ((دا (زما لور) مېک اپ ارټسټه ده. موږ په قرنطين کې يو. دې (زما لور) څو کاله مخکې هم ماله مېک اپ کړی و او ما هغه په ټوېټر شريک کړی وو چې ستاسو ډېر خوښ شوی وو . نن هم زه دې مجبوره کړم چې تا (ثقلېن)سره لوبې کوم. ما له يې مېک اپ وکړ. جعلي وېښتان يې راله ولګول. موږ ټول قرنطين يو. کور کېنئ. خوندي اوسئ، ښکلي اوسئ او له هغو سره چې تاسو ورسره مينه لرئ، خوندونه واخلئ.))

همداراز څو ورځې مخکې د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني کپتان وسيم اکرم مېرمن هم په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو شريکه کړې وه چې په هغې کې ښکاري د وسيم اکرم لور عايله اکرم خپل پلاره لره وېښتان جوړوي.

د پاکستان کرکټ پخواني تيز بالر شعیب اختر په ثقلېن مشتاق يو قسم لره طنز کړی چې هغه (( هغه بل)) ښکاري له دې وروسته د ثقلین مينه والو په شعيب اختر سختې نيوکې کړي.

XS
SM
MD
LG