قبايلي ضلعو کې د ۵۲ فيصده کسانو د لیک لوست نه کولو لاملونه او حل؟
نن د سېپټېمبر اوومه د خواندګۍ نړیواله ورځ ده. د خیبر پښتونخوا او ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) یوه شریکه سروې وايي چې په قبایلي ضلعو کې ۵۲ فیصده خلک لیک لوست نه شي کولای. د پاکستان مرکزي حکومت شمیرې ښيي چې په ټول هیواد کې ۲۲.۸ ملینه ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې ۱۲ ملینه جینکۍ دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې هم دا موضوع په پیښور کې مدني فعال او د بلو وېنز په نوم د یوې غیر سرکاري ادارې مشر قمر نسیم، يوه زده کوونکې پښتنه اورکزۍ، د حقونو فعالې نوشین ملک او د تعلیم څیړنیز مرکز الف اعلان یو مشر عمر اورکزي سره څېړل شوې ده.
برخې
-
سپټمبر ۲۶, ۲۰۲۳
خيبر پښتونخوا کې پوهنتونونه ولې له مالي بحران سره مخامخ دي؟
-
سپټمبر ۲۰, ۲۰۲۳
د خيبر پښتونخوا د تيلو او ګيسو ګټه چېرته کارول کېږي؟
-
سپټمبر ۰۵, ۲۰۲۳
بحث: د ګرانۍ وجه او حل څه دی؟
-
اګست ۲۹, ۲۰۲۳
د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې خراب شوی دی؟
-
اګست ۰۱, ۲۰۲۳
باجوړ: پر جمعيت علمای اسلام د برید تر شا څه دي؟