د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په زندانونو کې ځای او بندیان څومره دي؟


قانون پوهان وايي چې په زندانونو کې د بندیانو تر ګنجایش د زیاتېدو په وجوهاتو کې عدالتي نظام ،عدالتونو کې د ججانو کم شمیر ،د پولیسو د پلټنو کمزوری نظام او د زندانونو کمی شامل دي.
قانون پوهان وايي چې په زندانونو کې د بندیانو تر ګنجایش د زیاتېدو په وجوهاتو کې عدالتي نظام ،عدالتونو کې د ججانو کم شمیر ،د پولیسو د پلټنو کمزوری نظام او د زندانونو کمی شامل دي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونه وايي چې د صوبې په زندانونو کې بندیان تر ګنجایش زیات دي نو ځکه له ستونزو سره مخامخ او بنیادي حقونو بې برخې دي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د مذهبي ګوند جماعت اسلامي غړې حمیرا خاتون وايي چې شاوخوا د صوبې په مرکزي او ضلعي زندانونو کې تر ګنجایش زیات قیدیان ساتل شوي دي.

نوموړې د سېپټمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د دې له کبله د نارینه بندیانو په ګډون د ښځینه او کم عمره بندیانو بشري حقونه متاثره کېږي.

نوموړې وویل چې د پېښور په مرکزي جېل کې ګنجایش د ۲۸۲۰ بندیانو دی خو هلته دا وخت ۳۱۳۹ بندیان ساتل شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې د کوهاټ په زندان کې ځای د ۱۷۰ بندیانو دی خو دوی هلته ۶۶۵ قیدیان ساتلي دي‌.

حمیرا خاتون وايي چې هم داسې د لکي مروت په زندان کې د ۹۶ پر ځای ۲۴۳، د سوات په زندان کې د ۳۰۲ بندیانو پر ځای ۵۶۲ کسان بند دي.

قانون پوهان وايي چې په زندانونو کې د بندیانو تر ګنجایش د زیاتېدو په وجوهاتو کې عدالتي نظام ،عدالتونو کې د ججانو کم شمیر ،د پولیسو د پلټنو کمزوری نظام او د زندانونو کمی شامل دي.

د پېښور های کورټ وکیل علي ګوهر درانی وايي بنیادي بشري حقونه د هر پاکستاني آئیني حق دی هغه که په جیل کې وي او که بهر وي.‌

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا د جیل خانه جاتو محکمې سلا کار شفیع الله خان مشال راډیو ته وویل چې نوي جیلونه هم جوړوي او په موجودو هغو کې ځایونه زیاتوي.

نوموړي وویل چې د دوی حکومت به د دې ګامونو په پورته کولو سره په زندانونو کې دا مسله زر هواره کړي.

شفیع الله خان په زندانونو کې د بنیادي اسانتیاوو کمي په اړه وویل چې د هم دې کتلو لپاره د زندانونو ناڅاپه دورې کوي.

ده وویل چې په ناڅاپه توګه زندان ته د ورتګ هدف یې دا وي چې هلته یو قیدي سره زیاتی ونشي او ده ته د خوراک څښاک، استوګنې او د ژوند نور بنیادي بشري حقونه پوره ترلاسه وي.

ده زیاته کړه، " د صوبې په زندانونو کې شاوخوا ۱۶۰ ښځینه او تر ۵۰ پورې ماشومان دي، د هغوي د تعلیم، هنري روزنې او هر ډول ضرورتونو پام ساتل کیږي."

نوموړي دا هم وویل چې دا وخت په خیبر پښتونخوا کې شپږ لوی او اته ضلعي جېلونه دي چې پکې د ۱۰۴۳۰ بندیانو ګنجایش دی.

خو د ده په وینا، په دې زندانونو کې دا وخت شاوخوا ۱۰۸۵۰ بندیان ساتل کېږي.

د خیبرپښتونخوا د کورنیو چارو محکمې په وینا، د ۲۰۲۱م کال تر لومړۍ میاشتې د صوبې په ۳۸ لویو او وړو زندانونو کې په مجموعي توګه ۱۱۳۶۲ بندیان دي.

د دوی په وینا، په دې بندیانو کې ۱۶۰ ښځینه او شاوخوا ۳۵۰ ماشومان شامل دي.

XS
SM
MD
LG