د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا له افغان کډوالو سره مالي مرسته کوي


ډومینیک راب له خپل پاکستاني سیال سره په یو کنفرانس کې د خبرو پر مهال.
ډومینیک راب له خپل پاکستاني سیال سره په یو کنفرانس کې د خبرو پر مهال.

برتانیا د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیانو ته له جنګ ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۳۰ میلیونه پاونډه مالي مرستې جاري کړي دي.

دا خبره د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د سېپټېمبر پر درېیمه په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یو شریک خبري کانفرانس ته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دې مالي مرستو هدف هغه افغانانو ته سرپناه او نورې اسانتیاوې برابرول دي چې له خپل هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

راب وویل، له خپل پاکستاني سیال سره په ملاقات کې یې پر سیمه ییز ثبات، بشري چارو او افغانستان کې په امنیت خبرې کړي دي.

د نوموړي په وینا، سږکال یې د افغانستان لپاره خپلې مرستې ۲۸۶ میلیونه پاونډه ته لوړې کړې دي.

ډومینیک راب پر خپل ټویټر لیکلي چې په قطر او پاکستان کې یې له خپلو اتحادیانو سره دا موضوع هم راپورته کړې چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره په یو خوندي ځای بدل نه شي.

ډومینیک راب تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر دویمه دوحې ته تللی وو او هلته یې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې باید طالبان په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت جوړولو ته زیات پام وکړي.

د راب په وینا، برتانیا به ژر طالبان په رسمیت ونه پېژني. هغه زیاته کړه چې طالبان باید د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره مسووله وګرځول شي.

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر د دې مسلو تر څنګ له افغانستانه د پاتې برتانویانو د خوندي ایستلو په مسلې ټینګار وکړ او همداراز یې هغو افغانانو ته هم تود هرکلی ووایه چې تازه برتانیا ته رسیدلي دي.

پر دغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې پاکستان او برتانیې خپل مینځي اړېکې لوړې کچې ته د رسولو لپاره یو پلیټ فارم رامنځته کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان له طالبانو سره په یو ځای پاتې کیدو ته اړ دی او غواړي چې په دغه اړه له واقعیت سره سم چلند وکړي.

په افغانستان کې د حامد کرزي او له هغه وروسته د اشرف غني په مشرۍ حکومتونو تل پاکستان په دې تورن کړی وو چې ګواکې د افغان حکومت ضد جنګېدونکو وسله والو طالبانو ته یې پټنځایونه ورکړي او له هغوی سره مرستې کوي. خو پاکستان تل داسې تورونه رد کړي وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG