د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نومیالي سندرغاړي کفایت شاه باچا مړی خاورو ته وسپارل شو


کفایت شاه باچا
کفایت شاه باچا

د پښتو ژبې د نومیالي ولسي هنرمند کفایت شاه باچا مړی د سېپټمبر پر درېیمه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په زېده کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د زېدې پولیس وايي‌ چې کفایت شاه باچا د سېپټمبر پر درېمه هغه وخت په ډزو ووژل شو چې په خپل کلي زېده کې د جمعې تر مانځه وروسته خپل کور ته روان وو.

د پولیسو په خبره د کفایت شاه باچا شخصي دښمني وه او ورور يې د هغه د وژنې دعوه په خپلو دښمنانو کړې ده او دوی پلټنې پیل کړې دي.

د کفایت شاه باچا د ملګرو او د موسیقۍ استادانو په وینا، د کفایت شاه باچا ځانګړتیا دا وه چې د سندرې دوران به يې دوه اوازونه را ایستل او ورسره به یې ستار غږولو.

د دوی په وینا، هغه خپل فن د نړۍګوټ ګوټ ته رسولی او د نړۍ یو شمېر هیوادونو ته یې سفرونه کړي وو.

دوی زیاتوي چې د کفایت شاه باچا له مرګ څخه د پښتو ولسي فن ته رسېدلې زیان به ډېر په ګرانه بل څوک پوره کوي.

د کفایت شاه باچا یو کلیوال او ملګري حمزوي یوسفزي مشال راډیو ته وویل، کفایت شاه باچا یو ملنګ خویه انسان وو او د پښتو ژبې او هنر سره يې ډېره مینه لرله.

د ده په وینا،‌ هغه په خپل فن کې یوه ځانګړې نامه پیدا کړې وه او خپل فن يې تر نړۍ رسولی وو.

ده وویل، " دی د ستار هم ډېر ښه او تکړه هنرمند وو او د هغه کمال او ځانګړتیا دا وه چې هغه به په یو وخت دوه رنګه اوازونه له خپل ستوني ایستل او هم په دې وجه يې لویه نامه پیدا کړې وه."

په پېښور کې د موسیقۍ استاد ای ار انور مشال راډیو ته وویل، کفایت شاه باچا په موسیقۍ کې یو لوی نوم پیدا کړی وو او په دې برخه کې به د نوموړي ځای بل څوک ونه نیسي.

ده وویل، "کفایت شاه باچا لوبه ټپه او چاربېته ډېر په ښه انداز وړاندې کړې او یو نوی رنګ يې ورکړی، هم په دې وجه يې په ولس کې ځانته لویه ځانګرتیا لرله."

د ده په وینا،‌ د کفایت شاه باچا دا کمی به بل څوک پوره نه کړي او د هغه تګ د پښتو هنر لپاره ډېر لوی زیان دی.

کفایت شاه باچا په ۱۹۶۵ز کال کې د صوابۍ په زېده کلي کې د میرعلي شاه باچا کره زېږېدلې وو او د سېپټېمیر پر درېیمه هم په دغه کلي کې تر وژل کېدو وروسته په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG