د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د بلخ له هوايي ډګره پروازونه پیل شوي


طالب چارواکي وايي، دا هوايي ډګر د ټولو اسناد لرونکو مساپرو پر مخ خلاص شوی. انځور - ارشیف
طالب چارواکي وايي، دا هوايي ډګر د ټولو اسناد لرونکو مساپرو پر مخ خلاص شوی. انځور - ارشیف

په بلخ کې د طالبانو مسولان وايي چې له مولانا جلال الدین هوايي ډګرڅخه په منظم ډول پروازونه پیل شوي دي.

شمال ختيځ زون ته د طالبانو فرهنګي مسول او د یادې ډلې ویاند ذبیح الله نوراني د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا هوايي ډګر د ټولو اسناد لرونکو مساپرو پر مخ خلاص شوی.

نوراني وویل چې کام اير داخلي هوايي شرکت او نور نړیوال هوايي شرکتونه کولای شي چې په بلخ کې له مولانا جلال الدین هوايي ډګر څخه د هیواد دننه او بهر مسافر ولېږدوي.

د اګست پر ۳۰مه د بلخ هوايي ډګر دوه اوونۍ وروسته پرانیستل شو او د پاکستان درې سوداګريزو الوتکو دغه میدان ته خوارکي توکي انتقال کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG