د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر جوبایډن وایي، په افغانستان کې وضعیت لاهم ډیر خطرناک دی

ولسمشر جوبایډن د اګست پر ۲۸مه په یوه بیان کې وویل چې د ملي امنیت له ډلې او په افغانستان کې يې له مېشتو خپلو قومندانانو سره ليدلي او هغوی ورته ویلي چې په راتلونکو ۲۴ څخه واخلې تر۳۶ ساعتونو پورې د یوې ممکنه بريد خطر زیات دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، په افغانستان کې وضعیت لاهم ډیر خطرناک دی او پر کابل هوایي ډګر د ترهګرو حملو ګواښ هم بيخي زيات دی.

ولسمشر جوبایډن د اګست پر ۲۸مه په یوه بیان کې وویل چې د ملي امنیت له ډلې او په افغانستان کې يې له مېشتو خپلو قومندانانو سره ليدلي او هغوی ورته ویلي چې په راتلونکو ۲۴ څخه واخلې تر۳۶ ساعتونو پورې د یوې ممکنه بريد خطر زیات دی.

نوموړي زياته کړې چې پوځي قومندانانو ته یې امر کړی چې ترهر څه مخکې دې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره ټول اقدامات ترسره کړي.

ولسمشر بایډن وویل، امريکا په کابل کې پر دغه ناوړه وضعیت سربیره هم د ولسي افغانانو ایستلو ته دوام ورکوي او د اګست په ۲۷ یې ۶۸۰۰ نور کسان چې په سلګونو یې امریکایان ول، وایستل.

د اګست پر ۲۷ مه پر کابل هوايی مېدان ترهګر بريد کې شاوخوا ۱۷۰ کسان وژل شوي ول چې پکې ۱۳ امريکايي سرتېري ول.

د بريد ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلی وه.

ولسمشر بايډن پر اسلامي دولت ډلې یا داعش د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د غچ اخیستونکي برید په اړه وویل چې په دغه حمله کې چې د اګست پر ۲۸مه سهار وختي د افغانستان په ختیځ ننګرهارولایت کې شوې وه، د داعش دوه غړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG