پښتو موسيقي زوال خوا ته روانه ده: استاد اې ار انور
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو په پېښور کې د موسيقۍ يو استاد اې ار انور دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی د صوابۍ سليم خان کلی دی، خو دی په کراچۍ کې زېږېدلی او هم هلته يې د سکول او کالج د زده کړو ترڅنګ د موسيقۍ درسونه هم اخيستي. استاد انور يو شمېر شاګردان روزلي او واي چې د پښتونخوا حکومت ته يې د يوې هنري اکاډمۍ جوړولو لپاره خپله يوه طرحه هم وړاندې کړې. د استاد په خبره، د پښتو زياتره اوسنۍ سندرې د شعر او موسيقۍ د معيار له پلوه کمزورې دي. د اې ار انور دا خبرې او جوړې کړې ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۴
زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
-
مارچ ۲۱, ۲۰۲۴
سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۴
صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري
-
فبروري ۱۵, ۲۰۲۴
وحيد حيدر وايي غزل ويل زيات محنت غواړي