د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال به له افغانستانه شاوخوا پينځه لکه کسان کډوال شي: ملګري ملتونه


د جګړو له امله کابل ته یو شمېر بې‌ ځایه شوې کورنۍ. انځور- ارشیف
د جګړو له امله کابل ته یو شمېر بې‌ ځایه شوې کورنۍ. انځور- ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې د روان ۲۰۲۱ز کال تر پایه به له افغانستانه شاوخوا پينځه لکه کسان کډوال شي ځکه چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نورو خلکو د بېځایه کېدو لامل جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د اګست پر ۲۷مه ویلي، د طالبانو په واک کې تر راتللو وروسته حالات غېریقیني او ژر بدلېدونکي دي.

دغې ادارې ویلي چې د یوې اندازې له مخې پينځه لکه نور افغانان کډوال کېدلای شي چې له وړاندې څخه ۲۲ لکه افغانان په نړۍ کې د کډوالو په حيث راجسټرډ دي چې زیاتره یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د یو اېن اېچ سي ار په وينا یوازې سږ کال په افغانستان کې پينځه لکه او ۵۸ زره افغانان په داخلي توګه بې کوره شوي دي. په دغو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

په جېنېوا کې د یو اېن اېچ سي ار های کمېشنرې کېلي کلېمېنټس يوې خبري غونډې ته وویل، تر پينځو لکو پورې د نویو کډوالو مخې ته راتلل په دغه سیمه کې یو تر ټولو ناوړه حالت دی.

کلېمېنټس وویل چې هره ورځ څو زره افغانان ایران ته داخلېږي، په داسې حال کې چې سوداګر له افغانستانه پاکستان ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG