د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل امنيت ټينګېدو وروسته به د هوايي ډګر په تړاو د طالبانو غوښتنې ته ځواب وايو: اردوغان


اردوغان وایي، د ترک ځواکونو لخوا د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالولو لپاره‌ یې د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ‌ده کړې.
اردوغان وایي، د ترک ځواکونو لخوا د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالولو لپاره‌ یې د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ‌ده کړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د ترک ځواکونو لخوا د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالولو لپاره‌ یې د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ‌ده کړې.

اردوغان نن (د اګست پر ۲۷مه) په انقره کې وویل چې په دې اړه خبرې روانې دي.

یو شمېر چارواکو روانه اوونۍ رويټرز خبري اژانس ته وویل چې طالبانو له ترکیې غوښتي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دې په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوایي ډګر د فعالیت پر مخ وړلو کې تخنیکي مرسته وکړي.

اردوغان د حامد کرزي نړيوال هوایي ډګر دباندې پرونیو ځانمرګو بريدونو ته په پام وویل، مخکې له دې چې د هوایي ډګر په اړه پرېکړه وکړي، لومړی باید په کابل ښار کې امن ټینګ شي.

د ناټو ماموریت په چوکاټ کې سلګونه ترک سرتېرو له شپږو کلونو راهیسې د کابل هوایي ډګر امنیتي چارو مسولیت په غاړه اخیستی وو.

د رويټرز په وینا، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ترکيې خپل لږ تر لږه ۳۵۰ سرتېري او تر ۱،۴۰۰ زیات افغانان له افغانستانه ایستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG