د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "جې ۷" مشرانو له افغانانو سره پر ژمنو ټینګار او د طالبانو واکمنۍ ته اندېښنه وښوده


په دې انلاین بېړنۍ غونډه کې د امریکا، بريتانیې، ايټاليې، فرانسې، جرمني، کاناډا او جاپان مشرانو ګډون کړی و.
په دې انلاین بېړنۍ غونډه کې د امریکا، بريتانیې، ايټاليې، فرانسې، جرمني، کاناډا او جاپان مشرانو ګډون کړی و.

د نړۍ د پرمختللو اقتصادي هېوادونو ډلې (جي ۷) له افغان ولس سره د خپلې کلکې ملګرتیا ژمنه کړې او پر افغانستان يې د طالبانو له قبضې وروسته د دغه جنګ ځپلي هېواد پر حالاتو سخته اندېښنه ښودلې ده.

پرون (د اګست پر ۲۴مه) په انلاین بڼه په یوه بېړنۍ غونډه کې د امریکا، بريتانیې، ايټاليې، فرانسې، جرمني، کاناډا او جاپان مشرانو په افغانستان کې له خطر سره مخامخ افغانانو او نړیوالو د ساتنې او د بشري ناورین د مخنیوي په خاطر د تحمل او کراره پاتې کېدو غږ کړی دی.

په دغه غونډه کې وویل شول چې افغان ولس حق لري چې د تېرو دوو لسیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو په رڼا کې او په خاصه توګه ښځې او نجونې یې په سوله، امنیت او عزت سره ژوند وکړي.

په غونډه کې پر دې خبره هم ټينګار وشو چې چې طالبان به د ترهګرۍ په مخنیوي، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي جوړجاړي په تعقیب کې د خپلو کړنو لپاره حساب ورکوونکی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG