د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين او ايران له کابله د اوکراينۍ الوتکې د تښتول کېدو راپورونه رد کړل


کابل هوايي‌مېدان
کابل هوايي‌مېدان

اوکراين او ايران هغه راپورونه رد کړي چې پکې ويل شوي وو چې د تېرې یکشنبې په ورځ له کابله د اوکراين يوه الوتکه ايران ته تښتول شوې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت لخوا فردا رېډيو ته د اګست په ۲۴مه ليږل شوي يو بيان کې ويل شوي چې هیڅ الوتکه نه ده تښتول شوې او په دې تړاو راپورونه ناسم دي.

تر دې مخکې، د روس تاس خبري اژانس د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یوګیني یینین په حواله ویلي وو چې نامعلومو کسانو یوه اوکرایني الوتکه تښتولې وه. د یینین له خولې زیاته شوې وه چې دا الوتکه د اګست په دوه ویشتمه ورکه وه او د اګست په ۲۴مه ایران ته یوړل شوه. د هغه په وينا په الوتکه کې نامعلومه مسافر ناست وو.

خوا د ایران د هوایي چلند د سازمان رییس محمد ذیبخش له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې ايران ته د اوکراينۍ الوتکې د تښتول کېدو ادعا رد کړه.

هغه زیاته کړه چې يوه الوتکه د اګست په ۲۳مه د تیلو لپاره د مشهد په هوایی ډګر کې راښکته شوه او له ایران څخه تر وتلو وروسته د اوکراین پلازمینې، کیف هوای ډګر ته ورسېده.

د اوکرایین یوه باروړونکې الوتکه هم چې پکې د ۳۱ اوکراینیانو په شمول ۸۳ سورلۍ ناسته وه یکشنبه له افغانستانه کییف ته رسېدلې. د اوکراين حکومت تېره هفته ويلي وو چې د امريکا په غوښتنه یې کابل ته الوتکې لېږلې تر څو بهرنيان او د خطر سره مخامخ وګړي له افغانستانه وباسي.

XS
SM
MD
LG