د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال کې ولې د مېرمنو ځانوژنه زیاته شوې؟


چترال کې ولې د مېرمنو ځانوژنه زیاته شوې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اورېدونکیو! دا اوونۍ، په تاندې هیلې پروګرام کې، په چترال کې د جینکو او ښځو د ځان وژنې په زیاتېدونکې شرحې معلومات درکوو. د چترال انتظاميه او پولیس چارواکي وایي، دغلته د ښځو د ځان وژنې په پېښو کې په دې وروستیو پنځو کلونو کې زیاتوالی راغلی دی. د خیبر پښتونخوا چترال سیمه خپل یو جدا تاریخ او کلتور لري او چترالیان د غم ښادۍ او د خوشالیو او مېلو ځانګړي دودونه او رواجونه لري. د خیبر پښتونخوا د بشري حقونو ادارې هم وایي چې دغلته په دې تېرو وروستیو پنځو کلونو کې په ښځو او جنیکو کې د ځان وژنې شرح زیاته شوې ده. په دې پروګرام کې موږ پر دې مسله د چترال پولیسو، انتظامي چارواکو او د چترال سره تعلق لرونکیو څېړونکیو سره خبرې کړې دي او له دوی مو معلومات راټول کړي دي. د دې پروګرام چې نن یې تاسو لومړۍ برخه اورئ جوړونکې فرخنده اسد ده.

XS
SM
MD
LG