د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د غزني والي داود لغمانی ونيوه


د غزني والي محمد داود لغمانی
د غزني والي محمد داود لغمانی

افغان امنيتي ځواکونو د غزني والي داود لغمانی تر هغه وروسته نیولی چې د غزني ښار ډېرې برخې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې راغلې.

افغان چارواکو د اګست پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان ملي امنيت رياست داود لغمانی یې په کابل کې د پوښتنو ګروېږنو لپاره نيولی دی، خو نور تفصيل يې نه دی ورکړی.

پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې د غزني تر سقوط وروسته د والي د موټرو کاروان د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو څخه د کابل پر لوري روان دی. دې ويډيوګانو د ولس له خوا نيوکې زياتې کړې چې افغان حکومت او لوړ پوړي چارواکي بې له څه ډول مقاومته د حکومت تر کنټرول لاندې سيمې طالبانو ته ور پرېږدي.

د کابل ــــ کندهار پر لويه لار له کابله سوهېل لوېديځ پلو ته په ۱۵۰ کيلوميټرۍ کې پروت د سټراټيجيک ارزښت ښار غزنی د اګست پر ۱۲مه د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد.

وسله وال طالبان د غزني ښار دننه ګرځي. ۲۰۲۱، ۱۲م اګست
وسله وال طالبان د غزني ښار دننه ګرځي. ۲۰۲۱، ۱۲م اګست

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند ميرويس ستانکزي رسنيو ته په استولي پيغام کې پخلی کړی چې د غزني ښار ډېری برخې طالبانو نيولې دي.

په غزني کې له جګړې څه نا څه اووه زره کورنۍ بې کوره شوي دي.

بلخوا په کندهار، د هلمند په سرښار لښکرګاه او د بادغيس په سرښار قلعه نو کې هم د درنې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.

په نورو سیمو کې د جګړو حال

پر غزني برسېره له لښکرګاه، کندهار، اوروزګان او بادغیسه هم د جګړو راپورونه دي.

یوې امنیتي سرچینې مشال رېډیو ته تایید کړه چې طالبانو د کندهار زندان مات کړی او ټول بندیان یې خوشې کړي دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، زیاتوي چې طالبانو د کندهار ښار محبس د سې شنبې پر ورځ له څلورو خواوو محاصره کړ او د اګست ۱۱مې پر ماښام زندان ته ورننوتل.

د سرچینې په وینا حکومت په تېرو درېیو اوونیو کې له هغه زندانه مهم سیاسي بندیان کابل ته انتقال کړي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي دي چې په سلګونه زندانیان یې د کندهار له محبسه ازاد کړي دي.

مخکې د کندهار محبس د زندانیانو شمېر ۲۰۰۰ یاد شوی وو.

کندهار ښار
کندهار ښار

د اوروزګان امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولایت پر مرکز ترینکوټ له څلورو خواو بریدونه کړي.

د اوروزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار د اګست پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وویل، طالبانو له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې پر ترینکوټ ښار بریدونه کړي او یوشمېر سیمې یې له افغان ځواکونو نیولي دي او زیاتوي چې په نښته کې یې تر دا مهاله پینځه پولیس ټپیان شوي دي. سالار وايي، په جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق راپور نه لري.

بل خوا راپورونه ښيي چې له تېرې ورځې راهیسې په ترینکوټ کې د روانې جګړې له امله ۱۰ ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په سیمه کې خلک وايي، وسله وال طالبان د ترینکوټ ښار تر څنډو رسېدلي.

د ننګرهار د رسنیو له دفتره د اګست پر ۱۲مه په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په تېر یوه شواروز کې په اچین او سپین غر ولسوالیو کې افغان ګډو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمینځ د نښتو پر مهال ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

بیان زیاتوي چې د سپین غر ولسوالۍ په بېز سیمه کې ۱۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي.

همدا راز د اچین ولسوالۍ د پېښې لته بند سیمه کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د یادو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو پرضد د عملیاتو خبره کوي او وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې یې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په ترڅ کې ولسمشر اشرف غني د پوځ مشر جنرال ولي محمد احمدزی له خپلې دندې لیرې کړ او پرځای یې هبت الله علیزی لوی درستیز وګوماره.

د افغان سولې نړیوالې هڅې

په عین وخت کې امریکا په افغانستان کې د مذاکراتو له لاری د تشدد مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې "په خواشینوونکي ډول ورو" دي. نوموړي زیاته کړې، امریکا غواړي چې د افغانستان په اړه یوه داسې نړیواله اجماع جوړه کړي ، چې په یوه خوله د سولې د موافقې پر اړتیا خبره وکړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اګست پر ۱۲مه د دې نړیوالې غونډې درېیمه او وروستۍ ورځ ده. دا غونډه د امریکا، چین، روسیې او پاکستان د استازیو له لوري جوړه شوې ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي هم پکې برخه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې افغان لوری په دې غونډه کې خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي.

تهذیب زیاته کړه: "د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانانو غوښتنې په دوو مواردو کې مطرح کړي دي.

لومړی، پر ښارونو د طالبانو د بریدونو سمدستي درېدل

دویم، د سولې د جدي او معنی لرونکو خبرو پيل او د سیاسي حل لارې موندل

په تېر یوه میاشت کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د دویم ځل لپاره قطر ته تللی دی.

عبدالله عبدالله د اګست پر ۱۱مه په غونډه کې څرګنده کړه چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د سولې په خبرو کې جدیت نه دی ښکاره کړی او د همدې له امله په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

طالبانو په نېږدې یوه اوونۍ کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه نیولي دي او د نورو ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره یې سخت بریدونه دوام لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د اګست پر ۱۱مه د ټرایکا پلس غونډې پر دویمه ورځ مشال رېډیو ته د خبرو پر مهال حکومت تورن کړ چې سوله نه کوي.

ده وویل چې حکومت خبرو ته ژمن نه دی او سولې ته لېوالتیا نه لري چې د همدې لپاره باید نړیوال ورباندې فشار راوړي.

په عین حال کې د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه. رجب طیب اردغان د اګست پر ۱۱مه له ولسمشر اشرف غني سره په ټېلېفوني خبرو کې دا هم وویل چې انقره به په افغانستان کې د عادلانه سولې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

رویټرز اژانس د ترکیې د دوو جګپوړیو چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخیستي، داګست پر ۱۱مه خبر ورکړ چې د طالبانو پر پرمختګونو سربېره انقره د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره په خبرو بوخته ده.

طالبانو پخوا ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت د ساتلو په خاطر په افغانستان کې خپل پوځیان ونه ساتي.

XS
SM
MD
LG