د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د زلزلې ۱۶ کاله ووتل، د خیبر پښتونخوا سکولونه لا هم ړنګ دي"


د ارشیف انځور: یو ړنګ شوی سکول
د ارشیف انځور: یو ړنګ شوی سکول

د پاکستان سپریم کورټ د خیبر پښتونخوا له حکومت نه د ۲۰۰۵ کال په زلزله کې د ړنګو شوو سکولونو، تر اوسه د دوباره نه جوړېدو د علت پوښتنه کړې ده.

د اګست پر دویمه د چیف جسټیس ګلزار احمد په مشرۍ کې دوه کسیزه بنچ، د خیبر پښتونخوا د حکومت څخه د نور یو کال وخت غوښتلو درخواست رد کړ او په خپله فېصله کې یې وویل چې باید د زلزلې متاثره سکولونه دې په څلورو میاشتو کې دننه جوړ کړل شي.

د سپریم کورټ په دغه اورېدنه کې د مانسهرې ضلعې د تعلیم محکمې د پلاننګ او ډیوېلپمېنټ مرستیال مشر سرفراز احمد د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د ۲۰۰۵م کال په زلزله کې په صوبه کې څه نا څه ۲۲۰۰ سکولونه په مکمله یا جزوي توګه ړنګ شوي وو، چې پکې خوا و شا ۵۵۰ د هلکانو او هم دومره شمېر کې د نجونو سکولونه بیا جوړ شوي دي او څه په جزوي توګه ړنګ شوي، بیا فعاله شوي او څه باندې د ۳۰۰ سکولونو جوړېدل لا پاتې دي.

نوموړی وايي، سپریم کورټ په دې اړه د بلې اورېدنې لپاره صوبایي حکومت ته د یوې میاشتې وخت ورکړی:

"چیف جسټس ویلي، دا سکولونه دې په څلورو میاشتو کې دننه جوړ کړل شي. په دغه اورېدنه کې زه خپله هم موجود وم، اوس عدالت صوبایي حکومت ته د وضاحت لپاره د یوې میاشتې وخت ورکړی دی."

د ۲۰۰۵م کال په اتم اکتوبر، د خیبر پښتونخوا پشمول د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر او نورو سیمو کې راغلې زلزلې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي وو. زلزلې د خیبر پښتونخوا په مانسهره، کوهستان، بټګرام، شانګله، سوات، تورغر او اېبټ اباد کې سکولونو ته سخت تاوانونه رسولي وو.

د شانګلې یو ځایي خبریال عبدالصمد د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د هغوی په سیمه کې تر اوسه د زلزلې متاثره یو سکول هم نه دی جوړ شوی او نه دغلته حکومت تعلیم ته څه پاملرنه کړې. هغه وايي:

"زه د بشام یم، دلته شوکت یوسفزی یو سکول جوړوي خو لا پوره نه دی جوړ او نور هېڅ نشته، نه سکول شته او نه ماشومان تعلیم حاصلوي او د نجونو سکول خو بیخي نشته، درې څلور سوه کورونه دي او یو سکول دی."

د خیبر پښتونخوا د سرکاري ملازمینو د یو سازمان مشر اسلام الدین د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، یوازې د زلزلې نه بلکې په بمي چاودنو کې زیانمن شوي سکولونه هم بیرته نه دي جوړ کړل شوي. هغه وايي:

"لومړۍ زلزله راغله، بیا په بمي چاودنو کې سکولونه ړنګ شول. زموږ صوبه کې اوس د سکولونو حالت ښه نه دی. د زلزلې ۱۶ کاله وشول، چې یو کار په ۱۶و کالو کې ونه شو نو په دوو دریو میاشتو کې به څه وشي؟"

سپریم کورټ په خپله دغه اورېدنه کې دا هم ویلي چې ولې صوبایي حکومت د زلزلې متاثرو سیمو ماشومانو ته تر اوسه تعلیمي سهولتونه ورنکړای شول؟ همدا رنګه یې د صوبایي حکومت او د زلزله ځپلو سیمو د بیا رغونې او بیا ابادکارۍ د ادارې (اېرا) نه يې په دې اړه وضاحت غوښتی.

خو له مانسهرې نه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي، سید احمد حسېن شاه د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، په مانسهره کې د زلزلې متاثره زیاتره سکولونه بیا رغول شوي دي او څه باندې درې سوه لا پاتې دي:

هغه وايي:

"د زلزله ځپلو سیمو د بیا رغونې او بیا ابادکارۍ ادارې (اېرا) دغه کار صوبایي حکومت ته ورکړی و ، خو دا د (اېرا) زمه واري ده. دوی په دغه کار کې سستي کړې، کېدای شي د فنډ کمی و خو سپریم کورټ صحیح وایي. اوس موږ په کلني پرمختیایي فنډ کې دې له پېسې بیلې کړې دي او کوشش کوو چې ټول ړنګ شوي سکولونه بیا جوړ کړو."

د ۲۰۰۵م کال زلزلې تر ټولو زیات تاوان په مانسهره ضلع کې سکولونو ته رسولی و چې د سرکاري شمېرو له مخې په دغه ضلع کې له ۷۰۰ نه تر ۸۰۰ پورې سکولونه په مکمله یا جزوي توګه ړنګ شوي وو او پکې ګڼو ماشومانو او استادانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG