د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او بريتانيې خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د افغانستان پرېښودو ويلي


ارشیف: په کابل کې د امریکا سفارت
ارشیف: په کابل کې د امریکا سفارت

امريکا او بريتانيې خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د افغانستان پرېښودو ويلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

په کابل کې د امريکا سفارت نن (د اګست پر اوومه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې امريکايان دې په سمدستي توګه له افغانستانه ووځي او د تجارتي پروازونو لاره دې خپله کړي.

له دې يوه ورځ وړاندې په کابل کې د بريتانيې سفارت هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي و چې "په افغانستان کې ميشت ټول بريتانيي وګړو ته مشوره ورکوي چې همدا اوس په هر صورت کې له هغه هېواده ووځي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د اګست پر شپږمه يو خوا د افغانستان د نيمروز ولايت مرکز زرنج ونيوه او بلخوا يې د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال په کابل کې وواژه.

اخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اګست پر شپږمه پخپله غونډه کې په افغانستان کې پر امنيتي حالاتو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې افغان جګړه خونړي پړاو ته داخله شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG