د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي ادارو افغان کارمندانو لپاره د کډوالۍ نوی پروګرام اعلان


امریکا په افغانستان کې له ګواښونو سره مخامخ افغان وګړیو د رااېستلو لپاره د کډوالۍ نوی پروګرام اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ اوونۍ دي او په هغه هېواد کې د طالبانو تشدد زیات شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اګست پر دویمه وویل چې له امریکا میشتو مرستندویه او پرمختیايي ادارو سره پخواني او اوسني افغان کارمندان او له واشنګټنه مالي مرسته اخیستونکو د خیرښېګړې له نورو ادارو سره افغان کارمندان په امریکا کې د کډوالۍ حق لرلای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د امریکا له حکومت یا نېټو سره اوسني او پخواني دواړه کارکوونکي چې د کډوالۍ شرایط نشې پوره کولای، هم د کډوالو په نوي پروګرام کې شامل کړل شوي دي. امریکا ته د داخلېدو لپاره د کډوالۍ په پروګرام (یو ایس ار اې پي) کې د (د دویم لومړیتوب) درجه شامله کړل شوې ده چې ورسره به هغه افغانان او د هغوی ښځه یا خاوند او بچي د کډوالۍ حیثیت ترلاسه کولای شي چې د امریکا ادارو سره کار کوي، له خطر سره مخامخ وي او د مهاجرت ځانګړې ویزه نه شې ترلاسه کولای.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دې نوی پروګرام سره به په زرګونه افغانانو او د هغوی (ښځه یا خاوند او بچي) ته د کډوالو په حیث په امریکا کې په مستقله توګه د اوسېدو موقع ترلاسه شي. ​

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG