د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړی ایوب استاد ومړ


ایوب استاد. انځور - ارشیف
ایوب استاد. انځور - ارشیف

د افغانستان د پښتو ژبې نوميالی سندرغاړی ایوب استاد د جون پر ۲۷مه د ۹۵ کالو په عمر د ورپېښې ناورغۍ له امله په ننګرهار کې ومړ.

ایوب استاد د تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و.

نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې څه باندې نیمه پېړۍ د پښتو موسیقۍ غنا ته سپارلی وو او یوشمېر تلپاتې سندرې یې د افغانستان ملي راډیو ټلېوېژن ته ویلې وې.

په ننګرهار کې د هنرمندانو ټولنې مشر کمین ګل استاد وايي چې ایوب استاد په پښتو.موسیقۍ کې د یو ځانګړي سبک خاوند سندرغاړی و چې په مړینه یې پښتو موسیقي یتیمه شوه.

دا راپور په غږیزه بڼه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتو موسیقۍ یو بل وتلی سندرغاړی نواب استاد وایي چې ایوب استاد داسې یوه حنجره لرله چې نه یې په هند او نه یې په سیند کې ساری لیدل کېږي.

د ده په خبره د هغه په حنجره کې‌ د هوا مرغان ناست وو.


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند مشال راډیو سره په خبرو کې د استاد ایوب مړینه د پښتو موسیقۍ په ډګر کې یو ستره او نه جبرانېدونکي ضایع ګڼي او وایي، د دوی وزارت او ملي راډیو او ټېلېویژن د استاد په ژوندون هم د هغه مالي او معنوي مرستې کړې وې او نن چې د وزارت رهبري د هفه له مړینې خبره شوله، د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته یې سپارښتنې وکړې چې د هغه تدفین او د جنازې مراسم په ښه شان سره تر سره کړي او هغه مالي امکانات چې وزارت یې په واک لري، د هغه په تدفین ولګوي.

استاد ایوب په ۱۹۲۶ز کال د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې پیدا شوی و او د ۲۰۲۱ز کال د جولای په ۲۷ مه نېټه د ۹۵ کلونو په عمر ومړ.

ټاکل شوې چې هم نن څلور بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند نغرک سیمه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG