د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د عبدالله مقري د سندرو هدف د پښتنو يووالی وو"


نوميالی افغان سندرغاړی عبدالله مقری - انځور له ارشېفه
نوميالی افغان سندرغاړی عبدالله مقری - انځور له ارشېفه

د افغانستان نوميالی ولسي او حماسي سندرغاړی عبدالله مقری د جون پر ۲۰مه، د ۶۸ کالو په عمر د ورپېښې ناورغۍ له امله د کابل په يوه روغتون کې ومړ.


ټاکل شوې ده چې د نوموړي مړی د جون پر ۲۱مه هم په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

د مقري زوی مير خان مشال راډيو ته وويل چې پلار يې په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته شاوخوا يوه اوونۍ د کابل په يوه روغتون کې بستر وو چې هم هلته د زړه د حرکت درېدو له امله يې ساه ورکړه.

پلار به مې اکثره ويل چې پښتنو ته هره ورځ په خپلو سندرو کې نصيحت کوي خوهغوي يې يوازې د يوه ښه سندرغاړي په توګه يادوي.
مير خان

مير خان، چې خپله هم سندرغاړی دی، زياته کړه چې د پلار د موسيقۍ هدف يې د لر و بر پښتنو يووالی وو. "مقري صاحب ۶۸ کاله ژوند او شاوخوا ۴۰ کاله يې موسيقي وکړه. د هغه د سندرو مهم پيغام د پښتنو ورورګلوي او يووالی وو. پلار به مې اکثره ويل چې پښتنو ته هره ورځ په خپلو سندرو کې نصيحت کوي خو هغوی مې بيا يوازې د يوه ښه سندرغاړي په توګه يادوي."

عبدالله مقری د غزني ولايت د مقر په کوچالو کلي کې زېږېدلی وو. ځوان وو چې کابل ته ولاړ او هم هلته يې زده کړې وکړې او شاعري يې هم کوله خو د مير خان په وينا، هغه مهال کوم سندرغاړي د ده شعر ويلو ته زړه نه ښه کاوه او علت يې دا وو چې په شعر کې يې د وطن خبرې وې.

"بس نو مجبور شو چې خپل شعرونه په خپله له موسيقۍ سره ووايي. همدا وه چې د يوه سندرغاړي په توګه يې د خپلو خلکو محبوبيت تر لاسه کړ."

د افغانستان حکومت د عبدالله مقري پر مړينه خپګان ښوولی او دا يې د پښتني موسيقۍ او کلتور لپاره "لويه ضايعه" بللې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند صابر مومند د جون پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې مقري د خپلو حماسي سندرو له لارې ځوانان له وطن سره مينې ته هڅولي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان د ملي راډيو او ټېلېوېژن يو مشر غني مدقق هم له مشال راډيو سره په خبرو کې عبدالله مقری د هېواد د يوه لوی محلي او حماسي سندرغاړي په توګه ياد کړ.

نوموړي وویل، هڅه به وکړي د مقري پخوانۍ سندرې په نوې او ډېجېټل بڼه افغانانو ته وړاندې کړي. "مقری صاحب د هېواد تکړه سندرغاړی وو. زما يادېږي چې هغه خپل لومړني هنري کارونه د افغانستان له ملي راډيو او وروسته له ټېلېوېژنه پيل کړل. هغه د مرحوم ډاکټر نجيب الله د حکومت په دوره کې خورا زيات وځلېد. د مقري صاحب مړينه واقعاً يوه ستره ضايعه ده. موږ د راډيو په ارشېف کې د هغه سلګونه سندرې لرو. همداراز، شاوخوا ۸۰ سندرې يې د ټېلېوېژن لپاره ويډيو شوې دي. موږ به هڅه وکړو چې د ده سندرې اېچ ډي (ښه ویډیويي کیفیت) ته واړوو او د هغه پر ژوند او کار ځانګړي پروګرامونه هم جوړ کړو."

نوموړي زياته کړه چې د هنر په برخه کې د عبدالله مقري خدماتو ته په کتو د افغانستان حکومت نوموړي ته وخت په وخت جايزې او انعامونه هم ورکړي دي.

موږ به هڅه وکړو چې د عبدالله مقري سندرې اېچ ډي کوالټۍ ته واړوو او پر ژوند او کار یې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړو.
غني مدقق

په جلال باد کې د موسيقۍ استاد کمين ګل وايي، له عبدالله مقري سره يې له نېږدې ليدلي او له وطن سره د هغه د "بې کچه مينې شاهد" دی.

د کمين ګل په وينا، مقري د لوګري موسيقۍ د استادانو په تعقيبولو

د عبدالله مقري د مړينې د خبر له خپرېدو سره سم د پښتو موسيقۍ ګڼو مينه والو پر ټولنيزو شبکو د نوموړي د مغفرت د دعاګانو پوسټونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG