د لاسرسي ځای

تازه خبر

کې-۲ کې د ورکو غرختونکو مړي پینځه میاشتې وروسته وموندل شول


د کې-۲ غره یوه څوکه
د کې-۲ غره یوه څوکه

د نړۍ دويم لوړ غر (کې- ۲) سر ته د ختو پر مهال د لادرکه شويو دوو غر ختونکیو مړي د جون پر ۲۶مه موندل شوي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو وايي، د ګلګت بلتستان د اطلاعاتو وزير فتح الله خان د محمد علي سدپاره او د جان سينوري د جسدونو د موندلو پخلی کړی دی.

بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د لوبو او غر ختونکو حکومتي ادارې پاکستان الپاین سپورټس کلب سکرېټري کرار حیدري په يوه بيان کې ویلي دي چې د علي سدپاره او د هغه د غرختونکو ملګرو جان سينوري او جوان پابلو موهر مړي پینځه مياشتې وروسته په کې ۲ غره کې له خطر مقام سره نېږدې موندل شوي دي.

ورځپاڼه وايي چې فتح الله خان ورته ویلي دي چې درې واړه مړي د علي سدپاره د زوي ساجد سدپاره په مشرۍ نړيوالې پلټونکې ډلې موندلي دي.

د ګلګت بلتستان د سکردو اوسېدونکی محمد علي سدپاره سره د کې-۲ سر ته په ختلو کې د ایسلینډ جان سینوري او د چیلي جې پي موهر هم شامل وو.

د سدپاره زوی مشال راډیو ته ویلي وو چې د روان کال د فبرورۍ له پينځمې راهیسې يې پلار او د هغه ملګري لادرکه شوي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG