د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اولمپېک سیالۍ تر یو کلن ځنډ وروسته په جاپان کې پیل شوې


ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې وشي خو د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له وجې یو کال وځنډېدې
ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې وشي خو د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له وجې یو کال وځنډېدې

د اولمپیک په دې نړیوالو لوبو کې له ۲۰۴ هېوادونو څخه ۱۱ زره لوبغاړي برخه لري.

د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله تر یو کاله ځنډول شوې د اولمپېک سیالۍ د جولای پر ۲۳مه د جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې پیل شوې.

ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې وشي خو د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له وجې یو کال وځنډېدې.

د روغتیا نړيوالې ادارې ویلي، د کورونا وايرس له کبله د ځنډول شوو اولمپېک سیالیو په بیا پیل باید نړۍ ته وښوول شي چې له سم پلان او روغتيايي اقداماتو سره اهداف تر لاسه کېدای شي.

د ادارې مشر تېدروس ایدنوم ګیبریېسس د جولای پر ۲۱مه په ټوکيو کې د اولمپېک نړيوالې کميټې ته وويل چې نړۍ هغو سیالیو ته "د هيلې لمانځلو په توګه" اړتيا لري.

د ده په خبره،"اولمپېک لوبې دا ځواک لري چې نړۍ سره يو کړي او وښيي چې څه شوني دي."

په ټوکيو کې د اولمپېک لوبې د جولای پر ۲۳مه په داسې حال کې پيل شوې چې په لوبو کې د ګډون لپاره زرګونه لوبغاړي او کارکوونکي هغه ښار ته رسېدلي.

په عین وخت کې د کورونا وايرس نوې او په تېزۍ خپرېدونکې ډېلټا بڼې د لوبغاړو او منتظمینو د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم پارولې دي.

نړیوال روغتیايي چارواکي وايي، د وایرس دا بڼه لږ تر لږه ۸۵ هېوادونو ته خپره شوې ده او تر ټولو زیاتې پېښې یې په برتانیا، پرتګال او جنوبي افریقا کې ثبت شوې دي.

د اولمپیک لوبو په لړ کې ټاکل شوې چې د افغانستان لومړۍ سیالي راروانه سې شنبه وشي. د افغانستان ټکوانډوکار فرزاد منصوري به، د جنوبي کوریا له لوبغاړي سره مخامخ شي.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې ویاند، عارف پیمان وویل، چې هیله من دی، منصوري خپل سیال مات کړي.

د منصوري تر څنګ درې نور نارینه او یوه نجلۍ هم په دې سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

د اولمپیک په دې نړیوالو لوبو کې له ۲۰۴ هېوادونو څخه ۱۱ زره لوبغاړي برخه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG