د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اولمپېک نړیوالې سیالۍ نن په جاپان کې پیلېږي


د سیالیو پرانیستغونډه نن د پېښور پر وخت د مازیګر پر څلور بجو پیلېږي. انځور - ارشیف

د اولمپېک نړیوالې سیالۍ د جولای پر ۲۳مه په داسې حال کې په ټوکیو کې پیلېږي چې په ښار کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دی.

د همدې له وجې د جولای پر ۲۳مه د سیالیو په پرانیستغونډه کې محدود کسان ګډون کوي.

ټاکل شوې وه چې د اولمپېک سیالۍ تېر کال پیل شي خو د کورونا وایرس وبا له وجې وځنډېدې.

د سیالیو پرانیستغونډه نن د پېښور پر وخت د مازیګر پر څلور بجو پیلېږي او د جهاني وبا د اوسني وضعیت له وجې به د تېرو وختونو په څېر لویه او پراخه نه وي.

کووېډ-۱۹ وبا په نړۍ کې تر څلور میلیونه زیات کسان وژلي او تر ۱۹۲ میلیونه زیات یې وړجن کړي دي.

منتظمینو د غونډې په اړه تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي یې دي چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي د سختو محدودیتونو له وجې به د اولمپېک په لوبغالي کې یوازې شاوخوا ۹۵۰ کسان ناست وي او شاوخوا ۱۵ نړیوال مشران ورځي.

هغه لوبغالی د ۶۸۰۰۰ کسانو د ناستې ګنجایش لري. منتظمینو دوه اوونۍ مخکې، په ټوکیو کې د وایرس د زیاتېدونکو پېښو د کنټرول لپاره د بیړني حالت تر اعلان وروسته، پرېکړه وکړه چې نندارچیان به په لوبغالو کې د سیالیو لیدو ته نه ورپرېږدي.

د جولای پر ۲۲مه په ټوکیو کې د کورونا وایرس ۱۹۷۹ تازه پېښې ثبت شوې چې د روان کال د جنورۍ له نیمايي راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.

په همدې حال کې د ځینو لوبغاړو په ګډون د اولمپېک لوبو اړوند شاوخوا ۹۰ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG