د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چین ته تللی دی


دا سفر پر داسې مهال کېږي چې د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې په یوه بس کې په چاودنه کې د نهو چینایانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول. انځور- ارشیف
دا سفر پر داسې مهال کېږي چې د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې په یوه بس کې په چاودنه کې د نهو چینایانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول. انځور- ارشیف

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي چې شاه محمود قریشي د خپل چینايي سیال وانګ يي په بلنه د بیجنګ په سفر دی چې ورسره لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

بیان زیاتوي چې د دواړو لوریو چارواکي به په دوه ورځنیو خبرو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د چین پاکستان اقتصادي لار پر پروژو، پر دفاعي او امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې غږېږي.

دا سفر پر داسې مهال کېږي چې د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې په یوه بس کې په چاودنه کې د نهو چینایانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۴مه په بیان کې ویلي وو چې "لومړني معلومات ښيي" چې بس "د تخنیکي خرابۍ له وجې کندې ته پرېوت" او د "'ګیس خپرېدو له وجې پکې چاودنه وشوه" چې پکې نهه چینايي وګړي او درې پاکستانیان ووژل شول.

د جولای پر ۱۵مه د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري وویل، د پېښې په ځای کې یې بارود موندلي او د ترهګرۍ امکان نه شي ردولای.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې زیاته کړې وه چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی.

دې چیني وګړو د داسو ډیم د برېښنا جوړونې پر پروژې کار کاوه چې د چین پاکستان اقتصادي لار د پروژو برخه ده.

بیجنګ هغه پېښه د یو برید په نوم یاده کړه او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د جولای پر ۱۷مه ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان په داسو سیمه کې د برید د پلټنو لپاره یوه ۱۵ کسیزه چینايي ډله پاکستان ته په سفر ورغلې ده.

د خیبر پښتونخوا بر کوهستان کې تر دې پېښه وروسته د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه کېدونکې غونډه هم ځنډول شوې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG