د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ دې د امنیت ساتلو ته تیار اوسي: ولسمشر غني


ولسمشر غني په ننګرهار کې افغان پوځیانو ته وویل چې د وسله والو پلانونه شنډ کړي - د ارشیف انځور.
ولسمشر غني په ننګرهار کې افغان پوځیانو ته وویل چې د وسله والو پلانونه شنډ کړي - د ارشیف انځور.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پوځ دې د هېواد د امنیت ساتلو لپاره چمتو اوسي.

دا خبره نوموړي د جولای پر ۲۲مه په جلال اباد کې د پوځ سېلاب قول اردو له افسرانو سره د لیدو پر مهال کړې ده.

ارګ په يوه بیان کې ویلي، ولسمشر په دې کتنه کې پوځيانو ته وويل چې د مخالفو وسله والو د پلانونو د شنډولو لپاره دې تګلاره برابره کړي.

ولسمشر غني په داسې حال کې له افغان پوځیانو سره ويني چې طالبانو د هېواد په یو شمېر برخو کې حملو ته زور ورکړی دی.

افغان ولسمشر د جولای پر ۲۱مه په کابل کې د ځانګړو ځواکونو له سرتېرو سره ولیدل او تېره اوونۍ هرات او کندهار ته هم تللی وو.

په همدې حال کې د سره صلیب نړيوالې ادارې د جولای پر ۲۱مه په يو راپور کې وويل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د شاوخوا ۵۰،۰۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG