د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشرغني: بګرام هوایي اډه کې د اربونو ډالرو وسایل پاته دي


ولسمشر اشرف غني د جولايي پر ۱۷مه د کابینې غونډې ته وویل، چې حکومت یې اوس د دې اډې د راتلونکو اقتصادي او ټولنیزو ګټو لپاره طرحې جوړوي.
ولسمشر اشرف غني د جولايي پر ۱۷مه د کابینې غونډې ته وویل، چې حکومت یې اوس د دې اډې د راتلونکو اقتصادي او ټولنیزو ګټو لپاره طرحې جوړوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، د بګرام په هوایي اډه کې د اربونو ډالرو په ارزښت وسایل پاته دي.

ولسمشر اشرف غني د جولايي پر ۱۷مه د کابینې غونډې ته وویل، چې حکومت یې اوس د دې اډې د راتلونکو اقتصادي او ټولنیزو ګټو لپاره طرحې جوړوي.

بګرام د کابل په شمال کې د امریکایي او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه، خو دا ځواکونه له نیږدې ۲۰ کلونو وروسته څه باندې دوه اونۍ مخکې په بشپړ ډول ترې ووتل.

طالبانو له بګرام هوايي ډګره د بهرنیو سرتیرو د وتلو هرکلی کړی وو او هغه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو ګام بللی وو.

د بګرام هوايي اډه په ۱۹۵۰ لسیزه کې د پخواني شوروي په مرسته جوړه شوې وه.

وروسته په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغان چارواکو په وینا، د افغانستان د اشغال پرمهال د سرو لښکرو مهه پوځي اډه هم وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG