د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا کې سیلابونو له ۱۵۰ زیات کسان وژلي


جرمني کې راوتلو سیلابونو ۱۳۳ تنه وژلي
جرمني کې راوتلو سیلابونو ۱۳۳ تنه وژلي

په لویدیځه اروپا کې وروستیو سختو سیلابونو تر ۱۵۰ زیات کسان وژلي دي، دغو ویجاړونکو سیلابونو یوازې په جرمني کې ۱۳۳ کسان وژلي دي.

جرمني د اروپا په هغو څلورو هېوادونو کې شامل دی چې د دې اوونۍ په پیل کې د درنو ورښتونو وروسته سیلابونو په کې ویجاړۍ رامنځته کړي.

په بلجیم کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه د ۲۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی. دا سیلابونه د سیمې د خلکو په وینا تر ټولو ناوړه او ویجاړونکي ګڼل شوي دي.

اروپايي رسنۍ وايي، په جرمني او بلجیم کې لږ تر لږ ۲۰ ښارګوټي له سختو ورښتونو وروسته له ناڅاپي او چټکو سیلابونو اوبو لاندې کړل.

دې سیلابونو په ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ کړي او یو شمېر سیمو ته یې لاسرسی ستونزمن کړی دی.

همدارنګه موبایل ټیلیفونونه او انټرنیټ هم په ځینو ځایونو کې پرې شوی چې ورسره د ورکو شوو کسانو د شمېر اټکل ستونزمن شوی دی.

دې سیلابونو په ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ کړي او یو شمېر سیمو ته یې لاسرسی ستونزمن کړی دی.
دې سیلابونو په ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ کړي او یو شمېر سیمو ته یې لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د ژغورنې ډلو هڅه کوله چې په وړو کښتیو یا هلیکوپټرو کې د سیلاب ځپلو سیمو اوسیدونکو ته ځان ور ورسوي او د واکې – ټاکي یا مخابرې په وسیله اړیکې ټینګوي.

د جرمني د کولن ښار جنوب لویدیځ کې د ایرفتستاد "Erftstadt" په نوم ښارګوټي کې د سیلاب طغیاني اوبو ګڼ شمېر کورونه نړولي، موټرې یې له ځان سره وړي او وېره ده چې څو کسان به دغلته سیلابونو کې مړه شوي وي.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمر د جولای پر ۱۷مه، دغه ښارګوټي ته ورځي، څو اوښتی زیان له نژدې وګوري.

راپورونه وايي، د جمعې په ورځ ناوخته هم چې د سیلابونو له پیل نژدې دوه ورځې وتلې وې، د ځینو سیلاب ځپلو ښارګوټو کوڅي تر اوبو لاندې وې، خو ویل کېږي چې اوس اوبه په کمېدو دي.

چارواکي وايي، دوی د کورونو په لاندې منزلونو او نورو ماتو ګوډو کې د جسدونو لټون کوي. له دې سره دا شکونه پیدا شوي چې د سیلابونو قربانیانو هڅه کوله چې د اوبو د پمپونو یا لاس په وسیله له کورونو اوبه وباسي چې د سیلاب زیاتیدونکو اوبو لاندې کړي دي.

جرمني چارواکي وايي چې د بیړنیو خدمتونو ادارې به په راتلونکو ورځو کې هم په شمالي سیلاب ځپلو ایالاتونو راین ویسټفالیه او راینلنډ پلاټینیټ کې لټون ته دوام ورکړي.

بلجیم کې راوتلو سیلابونو ۲۰ تنه وژلي
بلجیم کې راوتلو سیلابونو ۲۰ تنه وژلي

د سیلاب له کبله په جرمني کې د مړو شویو کسانو په ډله کې هغه ۱۲ کسان هم شامل دي چې د سېنځېګ په نوم ښارګوټي کې د معیوبینو سره د مرستې په یو مرکز کې اوسېدل او د 'اهر' په نوم سیمې ته د څېرمه سیند د اوبو د راپورته کېدو پر مهال یې ونه شوه کولی وتښتي.

په بلجیم کې هم چارواکو تایید کړې چې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته رسیدلی دی، ۲۰ تنه ورک دي او په یوه سیمه کې د زرګونو نورو لپاره برېښنا پرچاو شوې ده.

د بلجیم وزیراعظم الکساندر دي کارو دا سیلابونه په دې هېواد کې د لیدل شوېو سیلابونو تر ټولو زیات ناورین پنځونکي بللي دي.

لوکزامبورګ او هالنډ کې هم له درنو ورښتونو وروسته په ځینو ښارګوټو کې سیلابونه راوتلي وو.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون دیرلاین د وروستیو سیلابونو شدت په نړۍ کې د اقلیم د بدلون څرګنده بېلګه بللې ده او ویلي یې دي دا څرګندوي چې د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره باید په چټکي عمل وشي.

د اجمل اند راپور

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG