د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې هغه نصابي کتاب له دوکانونو لرې کړل شو چې د ملالې یوسفزۍ عکس پرې چاپ وو


پاکستانيو رسنيو د جولای پر ۱۳مه خبر ورکړ چې د پنجاب صوبې د سکولونو د درسي کتابونو ادارې"پنجاب کرېکولم اينډ ټيکسټ بک بورډ" د لاهور پوليسو په مرسته د دې ښار د کتابو له دوکانونو د اووم ټولګي د ټولنيزو زده کړو هغه کتاب ټول کړی چې پکې د ماشومانو د تعليم د مبارزې ملالې يوسفزۍ عکس چاپ شوی دی.

دا کتاب"اکسفورډ يونيورستي پريس" نومې يوې ادارې چاپ کړی.

مشال راډيو د جولای پر ۱۳مه د پنجاب ټيکسټ بک بورډ د دې اقدام په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د دې ادارې چارواکو او هم د پنجاب تعليم وزير مراد راس ته د هغوی پر ټيليفون شمېرو زنګونه ووهل، خو په خبرو ورسره بريالی نه شو.

البته په پاکستان کې د اکسفورډ يونيورسټي پريس يو استازي د نوم نه ښوولو په شرط د جولای پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې پنجاب ټيکسټ بک بورډ دوی ته د اووم ټولګي پر دې کتاب خپل اعتراض لېږلی او د هغې د نه خپرولو يې ورته ويلي دي.

پنجاب ټيکسټ بک بورډ رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې د اووم ټولګي د کتاب د چاپ لپاره له دوی اجازه نه وه اخيستل شوې، او ځکه يې پر خلاف اقدام کړی دی.

خو په پاکستان کې د ماشومانو د تعليم لپاره د کارکوونکې يوې ادارې"پاک الاېنس فار ميتس اينډ ساينس"د پالېسۍ چارو مشر عمر اورکزي د جولای پر ۱۳مه له مشال راډيو سره په خبرو کې دا جواز نامناسبه وباله.

نوموړي زياته کړه چې د ملالې يوسفزۍ مبارزې ته په کتو د پاکستان مرکزي او هم صوبايي حکومتونه د هغې له تصويره د يوې جنجالي موضوع جوړولو پر ځای د ماشومانو تعليمي حالت ښه کولو لپاره بايد کار وکړي.

عمر اورکزي وویل، "مرکزي حکومت صوبو ته وايي چې فلانی مضمون په نصاب کې شامل کړئ او فلانی ترې وباسئ. اوس صوبې پرېشانه دي چې څه وکړي. ځکه چې له ۱۸م اييني ترميم وروسته خو دا د دوی حق دی چې ځانته تعليمي نصاب جوړ کړي. زه دې خبرې منلو ته تيار نه يم چې اکسفورډ يونيورسټي پريس به له اجازې پرته په کتاب کې د ملالې عکس چاپ کړی وي. د تعليم په برخه کې د ملالې کار ټولې نړۍ منلی دی. هغه بايد زموږ د ماشومانو رول ماډله وي. حکومت ته پکار دي چې د هغې له تصويره د يوه جنجال جوړولو پر ځای په حقيقي معنو کې د ماشومانو د تعليم ښه والي ته کار وکړي. موږ له بده مرغه اوس هم شاوخوا دوه نيم کروړه ماشومان لرو چې له سکولونو بهر دي."

د پنجاب سکولونو د اووم ټولګي د کتاب پر ۳۳مه صفحه د پاکستان د مهمو شخصيتونو لکه قايد اعظم محمد علي جناح، علامه اقبال، سر سيد احمد خان، لياقت عليخان، بېګم رانا لياقت عليخان، عبدالستار ايدهي او د ميجر عزيز بهټي شهيد د عکسونو ترڅنګ د ملالې يوسفزۍ تصوير هم چاپ شوی دی.

د پنجاب سکولونو په درسي کتاب کې د ملالې يوسفزۍ د عکس چاپ کېدو مسله په داسې وخت کې راپورته شوې چې ملګرو ملتونو د جولای ۱۲مه د تعليم د دې مبارزې د ورځې په توګه ولمانځله.

ملالې په ۲۰۱۳ز کال کې پر هم دې ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خپله وينا کې د ماشومانو نجونو د تعليم پر حق زور راوړی وو او د نړۍ له مشرانو يې غوښتي وو چې خپلې تعليمي پالېسۍ اصلاح کړي.

د جولاي پر ۱۲مه چون د ملالې د زوکړې ورځ هم ده، ځکه نو ملګرو ملتونو پرېکړه وکړه چې هر کال به دا نېټه د ملالې يوسفزۍ د ورځې په توګه لمانځي.

ملاله، چې په پاکسان کې يې د نجونو د تعليم لپاره مبارزه کوله، د ۲۰۱۲ز کال په اکتوبر مياشت کې طالبانو هغه وخت پر سر وويشته چې له خپلو ملګرو نجونو سره په يوه ګاډي کې له سکوله کور ته پر لاره وه.

هغه د درملنې لپاره د برېتانيا برمېنګم ښار ته يوړل شوه او تر رغېدو وروسته يې هم په هغه هېواد کې خپلو زده کړو او خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

نوموړې ته د ۲۰۱۴ز کال په اکتوبر کې د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه.

د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد نورالامين يوسفزی، چې د خيبرپښتونخوا د سکولونو لپاره د درسي کتابونو جوړولو په چارو کې هم وخت په وخت ښکېل پاتې شوی، وايي چې په درسي کتابونو کې د ملالې يوسفزۍ په څېر د روښان فکره شخصياتو په اړه د معلوماتو خپرولو له لارې په پاکستان کې د سختدريځه سوچ او کړنو مخه نيول کېدای شي، خو نوموړی زياتوي چې له بده مرغه د هېواد پاليسي سازې ادارې په دې چاره کې ناکامه شوې دي.

نورالامين يوسفزي زیاته کړه، "چې په دې ملک کې چا کار کړی دی، پر ضد يې دلته عموماً په بېړنۍ توګه پالېسۍ جوړې شوې دي. زموږ پر حکومت چې کله د نړۍ فشار راشي نو د ملالې په څېر خلک خپل کړي. خو مسله دا ده چې حکومت د ستراتېژېکې ژورتيا له خپلې پالېسي هم لاس نه اخلي، چې هلته بيا سختدريځه عناصر د دوی په ګټه دي. پکار ده چې ملاله پاکستان ته وغوښتل شي او په يوه لويه غونډه کې ورته تاج پر سر شي او درناوی يې وشي. دا ځکه چې هغې د خپل سر په قيمت د رڼا خپرولو لپاره مبارزه کړې. خو له بده مرغه، دلته برعکس د هغه چا مخه نيول کېږي چې د رڼا، امن او د ولس د سوکالۍ خبره کوي."

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي چې پنجاب ټيکسټ بک بورډ تېر کال پر هغو ۱۰۰ کتابونو بنديز لګولی وو چې د دې ادارې په فکر د پاکستان د "دو قومي نظريې" ضد خبرې پکې شوې وې.

له ۲۰۱۸ز کال راهيسې، چې په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند حکومت راغلی، وزير اعظم عمران خان د هېواد په تعليمي نظام کې د اصلاحاتو او په نتيجه کې يې د يو رنګه نصاب معرفي کولو خبره وخت په وخت کړې ده.

د پاکستان د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د تېرې مې مياشت پر ۲۹مه د شپږم، اووم او اتم ټولګيو لپاره د يو رنګه تعليمي نصاب جوړېدو خبر ورکړ.

حکومت ويلي چې نوی نصاب به په ۲۰۲۲ او ۲۳ تعليمي کال کې عملي شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG