د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ټوېټر فعالو پښتنو په دیر کې غونډه وکړه


په چکدره کې په دغه غونډه کې د موسیقۍ بندوبست هم شوی وو. په دغه غونډه کې سندرغاړي کرن خان هم ګډون کړی وو.
په چکدره کې په دغه غونډه کې د موسیقۍ بندوبست هم شوی وو. په دغه غونډه کې سندرغاړي کرن خان هم ګډون کړی وو.

پر ټولنیزې رسنۍ ټوېټر فعالو پښتنو ځوانانو د جولای پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا د دیر په چکدره کې د "پشتون ټوېټر میټ" په نامه یوه غونډه وکړه چې پکې له ۱۵۰ زیاتو کسانو ګډون وکړ.

د دې غونډې یو جوړونکي او د دیر اوسېدونکي اصف خان مشال راډیو ته وویل چې اوس د پخوا غوندې خلک نه راټولیږي نو ځکه یې یوه داسې غونډه جوړه کړه.

ده وویل، " اوس د حجرو روایت په کمېدو دی او ځوانان باید سره راټول شي. د پښتنو پر ټوېټر ډېره لویه ټولنه ده او موږ غواړو چې دا ټول یو بل وپېژني، د یو بل په مسلو ځان خبر کړي او د مختلفو سیمو خلک یو ځای شي."

پر ټوېټر د پښتنو ځوانانو د دې غونډې بلنه ټولو پښتنو ته ورکړل شوې وه. دوی وړاندې هم داسې ناستې کړې دي.

خو د چکدرې د غونډې جوړوونکي‌ وايي دا وار یې غوښتل چې زیات خلک په دغه ناسته کې شامل کړي.

د باجوړ نظام الدین خان په چکدره کې له شوې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د داسې غونډو له لارې پښتانه یو بل ته نږدې کېږي.

ده وویل، "په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو غړي، مدني فعالان،وکیلان،خبریالان او د ژوند د مختلفو شعبو خلک وو. دا یوه داسې غونډه ده چې ټول پکې برابر او یو شان دي."

مثل خان اورکزی وایي، پښتانه د ناامنیو له وجې ډېر متاثره شوي دي او اوس د داسې غونډو او راټولېدو ته زیات ضرورت لري.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "زموږ سیمه ترهګرۍ ځپلې سیمه ده، پښتانه ځوانان ډېر تکړه دي دوی په خپلو مسلو خبر دي او موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د دوی دغه پوهاوی او قابلیت د ټولنې پکار راشي نو ځکه کوشش مو دی چې دوی ټول را یو ځای کړو چې د یو بل له حاله خبر شي."

خیبر پښتونخوا او قبایلي ضلعې د ځوان کول د یو ښه ساعت تیري لپاره ډېر کم ځایونه لري او په تېرو وختونو کې د پښتنو کلتوري او ادبي پروګرامونه هم د مختلفو وجوهاتو له کبله کم شوي دي.

د دې غونډې یو بل ګډونوال نواب علي خټک وایي د پښتنو لپاره داسې غونډې د وخت ضرورت دی.

سیاسي فعال ارشد اپریدی وایي دوی ټولو پر ټوېټر یو بل پېژانده خو په دغه غونډه کې یې یو بل مخامخ ولیدل.

ده وویل، "د ټولو سیمو او صوبو پښتنو ته مو بلنه ورکړې وه، داسې غونډې د پښتنو ترمنځ فاصلې ختموي."

پښتنه ټولنه چې ناامنۍ وهلې په تېرو نږدې کالونو کې پکې د موسیقۍ پروګرامونه هم کم لیدل شوي دي او پښتانه هنرمندان هم د دغو حالاتو نه زښت متاثره شوي دي.

په چکدره کې په دغه غونډه کې د موسیقۍ بندوبست هم شوی وو. په دغه غونډه کې سندرغاړي کرن خان هم ګډون کړی وو.

نوموي مشال راډیو ته وویل چې دا نه یوازې د پښتنو ځوانانو بلکې د هنرمندانو لپاره هم یوه ښه موقعه ده چې له خپلو مینه والو سره وویني.

ده وویل، "د ناامنیو له وجې هنر او فن هم متاثره شوی دی، حجرې او د ځوانانو ناستې کمې شوې دي. دوی د موسیقۍ لپاره زه خوښ کړم او زما موسیقي د داسې غونډو نه زار او قربان ده."

ده وویل، "ډېر خوشاله یم چې پښتنو ځوانانو یوه داسې غونډه جوړه کړه او هیله لرم چې د فېسبوک ملګري هم داسې رایوځای شي."

له فېسبوک سره سره پر ټولنیزې رسنۍ ټوېټر هم ګڼ پښتانه سړي او ښځې موجود دي. د پشتون ټویټر میټ په نوم د غونډې جوړونکي وایي دوی به هڅه کوي چې په راروانو غونډو کې د ښځو ګډون هم یقینې کړي.

XS
SM
MD
LG