د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بادغیس په قلعه‌نو ښار کې بیا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ نښته پیل شوې


ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د شمال لوېديځ ولايت بادغيس والي حسام الدین شمس وايي چې په قلعه ‌نو ښار کې نن (جولای اتمه) یو وار بیا د افغان پوځیانو او طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې ده.

نوموړي تاييد کړه چې طالبان نن یو وار بیا ښار ته ننوتلي او اوس په ملي امنیت ریاست کې سخته جګړه روانه ده.

د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي چې تېره شپه يې سلګونه تازه دمې سرتيري د بادغیس ولايت مرکزي ښار قلعه نو ته رسېدلي او د وسله والو طالبانو د حملې په شا تنبولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډېر ژر به دا ښار له طالبانو په بشپړ ډول پاک کړي. دفاع وزارت زياتوي چې عملیات یې چټک شوي او په هوایي بریدونو کې یې د قلعه نو په بېلابېلو برخو کې ۶۹ طالبان وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو د قلعه نو د جګړې په اړه تازه څه نه دي ویلي. دوی پر قلعه نو په داسې حال کې بريد کړی چې افغان ځواکونو ژمنتيا ښودلې وه چې د وسله والو طالبانو لخوا نيول شوي ټولې ولسوالۍ به بیرته نيسي.

طالبان ادعا کوي چې په دا وروستيو کې يې له افغان حکومته تر ۱۵۰ زياتې ولسوالۍ نيولي دي خو افغان حکومت وايي چې په ۴۲۱ ولسواليو کې د طالبانو لاس ته د لوېدليو ولسواليو شمېر شاوخوا ۸۰ دی.

XS
SM
MD
LG