د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان له افغانستانه د راپید کېدونکیو امنیتي چیلېنجونو پروړاندې له خپلو اېتلافیانو مرسته غوښتې


تاجک چارواکي وايي، له افغانستانه د کډوالو وراوښتو ته چمتووالی نیسي او وار له مخه ورته سرپناوې او خواړه ورکوي.
تاجک چارواکي وايي، له افغانستانه د کډوالو وراوښتو ته چمتووالی نیسي او وار له مخه ورته سرپناوې او خواړه ورکوي.

رسنۍ وايي، تاجکستان د روسیې په مشرۍ د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو له پوځي اېتلافه غوښتي چې له ګاونډي هېواد افغانستانه د راټوکېدونکیو امنیتي چیلېنجونو په برخه کې دې مرسته ورسره وکړي.

دا غوښتنه دوشنبې د جولای پر اوومه تر هغې څو ساعته وروسته کړې چې مسکو په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له وجې په منځنۍ اسیا کې له ګواښ سره د مخامخو ملګرو د دفاع ژمنه وکړه.

طالبانو پر داسې مهال د افغانستان په شمال کې د خاورې لویه برخه نیولې چې له هغه هېواده د بهرنیو سرتېرو وتل دوام لري او په وروستیو ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات افغان ولسي وګړي او پوځیان ګاونډي تاجکستان ته واوښتل.

تاجک چارواکي وايي، له افغانستان سره یې د ۱۳۵۷ کیلومیټره اوږدې پولې په درو کې د دوو برخو "شاوخوا ۶۶٪"د طالبانو تر واک لاندې ده.

دوی همداراز وايي چې له افغانستانه د کډوالو وراوښتو ته چمتووالی نیسي او وار له مخه ورته سرپناوې او خواړه ورکوي.

دوشنبې د جولای پر اوومه د روسیې په مشرۍ د ګډې امنیتي موافقې سازمان په نوم له پوځي اېتلافه وغوښتل چې له بهرنۍ مرستې پرته له خپلې پولې سره بې ثباتي نه شي اداره کولای.

په هغه سازمان کې تاجکستان، روسیه، ارمنیا، بېلاروس، قازقستان او قیرغیزستان شامل دي.

د روسیې ریا خبري اژانس په سازمان کې د تاجک استازي حسن سلطانوف له خولې ویلي چې په "سیمه کې وضعیت او له افغانستان سره پر پوله د غره ییزو او لیرې پرتو برخو ته په کتو ورته یوازې په خپل سر د دې چیلېنج سمبالول ګران ښکاري."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG