د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خلیج کې ګېر پاکستانیان د ستنېدو لپاره مرسته غواړي


د دبۍ هوايي ډګر. انځور -ارشیف
د دبۍ هوايي ډګر. انځور -ارشیف

د قطر، متحده عربي اماراتو، بحرين او ترکيې په هوایي ډګرونو کې د الوتنو د ځنډېدو له کبله په زرګونه پاکستانیان له څو ورځو راهيسې کړېږي.

علي خان چې د پاکستان هوايي شراکت"پي ای اې" په لومړۍ الوتنه کې د جولای پر شپږمه نېټه کراچۍ ته رسېدلی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د پروازونو د لغوه کېدو له لاسه یې سختې ستړې تېرې کړې دي: "موږ یوه میاشت مخکې له خپلې کورنۍ سره له انګلستانه ټیکټونه ترلاسه کړل. موږ ټکټونه په پونډ کې اخېستي دي چې پاکستانۍ ۲۲ لکه روپۍ ترې جوړېږي له هغه ځایه موږ د قطر په لار راغلو، کله چې موږ قطر دوحه ته ورسېدو دوی موږ ته وویل چې د پاکستان لپاره الوتنې نشته. او بيا يې موږ ته وویل چې سبا یا بله ورځ به جهاز ملاو شي.موږ هلته درې ورځې تېرې کړې، خلک په قطارونو کې ولاړ وو. موږ له ډېرو ستونزو سره مخه وه هلته ډېر نور مسافر هم راغلي ول. دا زموږ لپاره یو ډېر غمجن خبر وو چې موږ دوحه ته ورسېدو او موږ ته وويل شو چې مخکې الوتنې نشته. موږ په ډېر تکلیف کې وو، نور خلک لاهم ډېر تکلیف لري. نه یوازې دلته بلکې په ترکیه او نورو هیوادونو کې هم مسافر په ډېر مشکل کې دي او اوس معلومه نه ده چې دغه مسافر به څنګه پاکستان ته راشي او ایا د اختر وروسته به بیرته ولاړ شي اوکه نه."

بلخوا د پاکستان هوايي شرکت"پي ای اې" ویاند عبدالله د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته ويلي چې د مسافرو راوړ لپاره دغه خصوصي الوتنې له ننه پیل شوي دي او لومړۍ الوتکه کراچۍ ته رارسېدلې ده. د مسافرو لپاره تر لوی اختر پورې به دا الوتکې چلېږي او شاوخوا له پنځه تر شپږ زره مسافر به راوړي.

ده وویل: "د مسافرو لپاره یې له ننه ځانګړې الوتکې پیل کړی او د جولای تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ولري. دا به تر لوی اختر پورې جاري وي. له بحرین څخه به څلور خصوصي الوتکې مسافرو راوړو له ځي.د قطر، بحرین او نورو هیوادونو څخه شاوخوا له پینځو څخه تر شپږ زرو پورې مسافر به پاکستان ته راوړي.''

یوازې دا نه هغه څوک چې له پاکستانه بهر ځي، هم له ستونزو سره مخ دي او خپل تایید شوي ټیکټونه یې لغوه کړي.

مجيب بونيری چې له ملګرو سره بهر روان وو د خپلو ستونزو په اړه يې مشال راډیو ته وويل:" د جولای پر ۲۵مه نېټه چې موږ له کراچۍ څخه ماسکو ته پرواز وو. زموږ د پينځو ملګرو یوه ډله ده او د فوټبال لوبې لیدو ته روان وو. زموږ ويزې ټکټونه او په ماسکو کې تایید شوي وو. خو ناڅاپه د ترکي ایېرلاین خپلې الوتنې لغوه کړې. له همدې امله موږ پاتې شو. او زموږ ملګري چې مخکې هلته تللي دي، هغوی هم له ستونزو سره مخ دي. اوس هلته د الوتکو ټکټونو نه ميلاوېږي او ډېر ګران دي. ټکټونه تر پینځو لکو روپیو پورې دي."

د پاکستان د ملکي هوايي چلند (سول ايوي ايشن اتهارټي) ویاند سعد بن ايوب په وینا، د ترکیې او خلیج هوایي شرکتونو له لوی اختر څخه مخکې پر ډېر شمېر پاکستانيانو د الوتکو ټکټونه پلورلي دي او بيا بحران هغه وخت رامنځته شو کله چې دې هوایي شرکتونو د امريکا ۔برتانيا او د يورپ له هېوادونو څخه پاکستان ته تلونکي مسافر استانبول، دوحه، دوبۍ، ابوظهبي او بحرین ته راوړل. خو د کنفرم ټکټونو ترلاسه کولو باوجود يې مسافرو ته الوتکې ميلاو نه شوې ځکه چې نړیوالو هوايي شرکتونو خپل الوتنې لغوه کړې دي.

د پاکستان ملکي هوایي چلند "سول ايوي ايشن اتهارټي" وياند وايي چې ادارې يې د الوتنو لغوه کیدو په اړه د قطر ایېروېز، ترکي ایرلاین، اماراتو ایرلاینز، اتحاد ایېروېز او فلای دوبۍ ته د جولای تر اتمې نېټې پورې نوټس هم ورکړی دی او ورته یې ويلي دي چې مسافرو ته دې د ټیکټونو ټولې روپۍ بیرته ورکړي او د ځنډ له لاسه هغوی ته دې رسېدلي تاوان پیسې هم ورکړي.

بلخوا د پي ای اې د الوتنو بندیز له امله، په اروپا، امریکا، انګلستان او څو نورو هېوادونو کې میشته پاکستانیان اوس یوازې بهرني هوایي شرکتونو کي سفر کولای شي.

XS
SM
MD
LG