د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي ولس ژوند نور د کورونا ناروغۍ په قبضه کې نه دی: بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که څه هم کورونا وایرس لا په پوره توګه نه دی قابو شوی خو د امریکايي ولس ژوند نور د دې ناروغۍ په قبضه کې نه دی.

نوموړي ویلي چې امریکایان دې د کورونا واکسین په لګولو سره خپله وطنپالنه وښيي.

ولسمشر جو بایډن دا څرګندونې د جولای پر څلورمه په سپینه ماڼۍ کې د خپلواکۍ ورځې جشن ته وربلل شویو د صحت څانګې تر یو زر زیاتو کارکوونکو ته په وینا کې کړې دي.

ولسمشر بایډن ویلي چې امریکا تر بل هر وخت اوس دې ته زیاته نژدې شوې ده چې د کورونا له وژونکې وایرسه ازادي اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا خپل ولس ته تر اوسه تر ۱۸۰ میلیونه زیاتې د کورونا وایرس مخنیوونکې ستنې لګولې دي.

په امریکا کې تر اوسه د بالغې ابادۍ لږ تر لږه ۶۷ فیصده وګړو ته یوه ستن لګول شوې ده.

خو دا بیا هم د ولسمشر جوبایډن تر ټاکلي هدف لږ دي. نوموړي د جولای تر څلورمې د ۷۰ فیصده هدف تر لاسه کولو اعلان کړی وو.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG